د امريکا  او چين ناندرۍ

 نړيوال اقتصاد د شلو لويو صنعتي هيوادونو په تېره بیا د امریکې او چين پر اقتصادونو ډېره تکيه لري.
کله چې پر ګردې نړۍ د کوویډ-۱۹ وپروس څپه خوره شوې، د ټولو هيوادونو د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي او د نړيوال اقتصاد ستنې يې لړزولې دي.
 
د نړۍ په لر او بر کې اقتصادي کارپوهان وېره لري، که د کورونا ويروس ضد درمل او واکسين ژر جوړ نشي، نو ښايي په نړۍ کې نړيوالي مالي کړکېچ رامنځته شي. تر اوسه مالومه نه ده، چې کوويدـ۱۹ ويروس له څه شي څخه پيدا شوی او څنګه يې انسان ته سرایت کړی دی، خو ددې  ناورغۍ لومړی څرک د چين په ووهان ښار کې ولګېده او ورپسې يې ډېر ژر پر ګردې نړۍ خپله لمن خوره کړه.
 
د تېر کال په پای او د روان کال په پيل کې دا وېره وه، چې چين به د کوويډـ۱۹ ويروس له امله له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ شي، ځکه هغه وخت دغې ساري ناروغۍ خپله لمن د نړۍ پر نورو هيوادونو نه وه غوړولې او ډېرو دا فکر کاوه، چې ښايي دغه ويروس په چين کې پاتې شي او يوازې د همدې هيواد اقتصاد به وځپي، خو د دغه ويروس په را پیدو کېدو سره؛ د چين دولت  د کوویډـ۱۹ د وقايې او مخنيوي په پار هر اړخيز تدبیرونه ونيول او پر وړاندې يې د مبارزې ډېر چټک ګامونه پورته کړل، چې له امله يې اوس په چين کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر بيخي کم دی او يا په نېشت حساب دی، که  څه هم څه موده وړاندې د دغه هيواد په پلازمېنې بېجينګ کې ددې ویروس دويمه څپه هم پورته شوه، خو مخکې له دې چې نورو ځايونو ته خوره شي، ډېر ژر يې مخه ونيول شوه.
 
اوس امريکا او اروپا له کوويډـ۱۹ ويروس سره لاس او ګرېوان دي، دغه ويروس دا دواړه وچې سختې وځپلې او په تېره بيا د امريکا  د اقتصاد ستنې يې لړزولي دي. څه موده وړاندې د امريکا  د مرکزي بانک مشر جریم پاول وويل، چې ښايي د ۲۰۲۰م کال  د دوهمې ربعې تر پايه پورې د امریکا اقتصادي رکود له ۲۰ څخه تر۳۰ سلنې پورې وغورځي.
 
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو خبرو کې پر چين بیا بيا نيوکې کړي او پر خپلې ټوېټرپاڼې يې پر دغه هيواد پر له پسې لفظي بريدونه کړي دي.
 
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین چین تورن کړ، چې د کورونا وېروس د خپرېدو په لومړیو کې له دې ناورین خبر و، خو د روغتیا نړیوال سازمان او نړۍ ته یې درواغ ویلي دي.  
 
چين د امريکا دا تورونه بيا ردوي او د خندا وړ يې بولي او د امريکا حکومتي چارواکي په درواغو تورنوي او وايي، چې په امريکا کې سياسي ویروس خپورشوی، د کوويډـ۱۹ ويروس د توطيې تيوري جوړوي او خپروي يې او ځيني سیاستوال يې مجبور کړي، چې پر چين بې ځایه تورونه ولګوي.
 
د چين چارواکو بار بار پر امريکايي چارواکو غږ کړی، چې خپل وخت دې بې ځایه نه تېروي او له کورونا ويروس څخه دې د خپلو خلکو ژوند وژغوري.
 
امريکايي چارواکي نه يوازې چين تورنوي، بلکې د روغتيا پر نړيوال سازمان يې هم نيوکې کړي او د چين پر پلوې يې تورن کړی دی.
 
امريکا  څه موده وړاندې له روغتيا نړيوال سازمان سره خپلې ټولې همکارۍ پرې کړې او له دغه  سازمان څخه د وتلو اعلان يې وکړ.
 
 د نړۍ په لر او بر او هم په امريکا کې دننه ډونالډ ټرمپ پر دې تورن دی، چې د کوويډـ۱۹ وبا د خپرېدو په درشل کې يې د دغې وبا له خطرونو څخه انکار کړی دی او ډېری امريکایان وايي، چې نوموړی پر چين او د روغتيا پر نړيوال سازمان بې ځایه تورونه لګوي او په دې سره غواړي، عمومي افکار له خپلو تېروتنو څخه بل لور ته وګرځوي او د راتلونکو ټاکنو لپاره تياری ونيسي.
 
چين وايي، کله چې په ووهان کې د کوويډـ۱۹ ناروغي وپېژندل شوه؛ نو پر وخت يې نړيوالې ټولنې ته خبر ورکړ، چې د يادې ناروغۍ پر وړاندې جدي تدبیرونه ونيسي، خو هغه وخت د نړۍ ډېروهيوادونو په تېره بيا امريکا د دې پر ځای چې د يادې ناروغۍ مخنيوی وکړي،  پر وړاندې يې وقايوي تدبیرونه ونيسي او خپل خلک وساتي، چين پسې لګيدلي وو او ننداره يې کوله، چې دغه هيواد به څنګه د دې ناروغۍ مخه نيسي، خو کله چې چين له يادې ناروغۍ سره په مبارزه کې نسبي بری خپل کړ، نو اوس د دې پر ځای چې د چين چارې وستايي او له  تجربو يې ګټه واخلي، برعکس پر دغه هيواد يې لفظي بريدونه پيل کړي دي. امريکايي چارواکي  د دې پر ځای چې خپلو خلکو ته پاملرنه وکړي، پر چين يې بې ځایه نيوکې پيل کړې دي. د امريکا د حکومت لوړ پوړو چارواکو د کوویډـ۱۹ناروغۍ د پيدا کېدو په پیل کې دغه ناروغي ټوکه بلله او دومره خطرناکه يې نه ګڼله.  کله چې دغه ناروغي په امريکا  په خورېدو شوه او ډېر امريکايان پرې اخته شول، نو د دې هيواد حکومتي چارواکي د دې پر ځای چې خپلو خلکو ته قناعت ورکړي او یا بښنه ترې وغواړي، برعکس د خپلو ناکامو چارو پړه پر چپن اچوي او په دې سره غواړي، په کور دننه  سياسي موخې تر لاسه کړي او امريکايان بوخت وساتي او اوبه خړې کړي کبان ونيسي. له بلې خوا د امريکا  د ولسمشرۍ ټاکنې هم رانږدې شوې دي، ټرمپ په  دغو چارو  سره غواړي، بریا خپله کړي.
 
اوس تازه د امریکې ځينو سياستوالو پر چين تور لګولی، چې له دغه هيواد څخه يې د کوويډـ۱۹ ضد واکسين غلا کړی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د جولای په ۱۷مه نېته يوې خبري غونډې ته په خبرو کې وويل، چې د امريکا  ځيني چارواکي هر وخت دروغ او پروپاګنډا خپروي، اوس ټوله نړۍ پوهيږي، چې چين د کوويډـ۱۹ ويروس ضد واکسين د څېړنې په برخه کې مخکښ ځای لري، نو اړيتا نه لري چې غلا وکړي.
 
 نوموړې دا هم وويل، چې چين د ځينو هېوادونو په شان انحصار نه غواړي او د ويروس ضد واکسين او درمل به راټول نه کړي، بلکې له ټولۍ نړۍ سره به یې شریک کړي، نوموړې زياته کړه، چې چين به له نورو هېوادونو سره د واکسين د څېړلو، توليدولو او ويشلو په برخو کې همکارۍ وکړي، له دې وبا سره په نړيواله مبارزه کې او د نړيوالو د امنيت او روغتيا لپاره به خپل خدمتونه وکړي.
 
کوويډـ۱۹ ویروس خپله لمن اوس په ګردې نړۍ غوړولې ده، نړيوال لویو هيوادونو ته سترګې پر لار دي، چې د دې ناروغۍ  ضد واکسين او درمل جوړ کړي، څو د دې  ناروغۍ مخنيوی وشي.   د نړۍ لويو هيوادونو ته په کار دي، چې خپلې اقتصادي او سیاسي موخې څنګ ته کړي او د ياد ویروس پر وړاندې روان جنګ کې یو لاس شي، ځکه ویروس د بشریت ګډ دښمن دی!