کابل پوليسو درې وسله وال غله د غلې پر مهال نېولي دي

روهي (جمعه/۲۷ د چنګاښ)، کابل پوليسو نن سهار د کابل ښار اوولسمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې درې وسله وال غله هغه مهال ونېول چې يو کرولا ډول موټر يې غلا کولو. 

پوليسو له وړاندې د دوی په اړه خبر درلود او تر څار لاندې وو. د نېونې پر مهال يو غل ټپي شوی هم دی. د دغه درېيو وسله والو غلو نومونه حامد، کاظم او ملک ښوودل شوي دي. 

کابل کې د وسله والو غلو او جنيايي پېښو ښاريان سرټکوي،  خو کورنيو چارو وزارت وايي چې د جنايي پېښو پر وړاندې يې اقدامات تيز کړي دي.