تخار: پوليسو هغه قاتل ونېولو چې تېره ورځ يې خپله ميرمن په چاړه وژلې وه 

روهي (جمعه/۲۷ د چنګاښ)، د تخار ولايتي امنيتي مسوولين رسنيو ته ويلي دي چې هغه قاتل يې نېولی دی چې تېره ورځ يې خپله ميرمن د تخار ولایت په دشت قعله ولسوالۍ کې په چاړه وژلې وه. 

تورن کس احسان الله نوميږي. نوموړي تېره ورځ خپل ميرمن ووژله او بيا له سيمې وتښتېد. پوليس پېښې د ککړتيا په تور د وژل شوې ميرمن خواښي او د کورنۍ پنځه نور غړي هم نېولي دي. 

پوليس وايي چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي. د هېواد په شمال او لودېځو ولايتونو کې د کورني تاوتريخوالي او وژنو پېښو ډېرې تر سره کيږي.