هند کې په يوې ورځ کې ۳۰زره مثبتې پېښې ثبت شوې 

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د چنګاښ)، وروسته له هغې چې کرونا ويروس هندوستان ته رسېدلی، په لومړي ځل ۳۰ زره مثبتې پېښې په يوې ورځ کې ثبت شوې دي. په يوې ورځ کې د ۳۰زره مثبتو پېښو ثبت د هندوستان د روغتيايي بنسټونو اندېښنې راپورته کړي دي. 

د ۳۰زره تازه پېښو په ثبت سره هندوستان کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۳۵۰۰۰ ته ورسېد. همدا ډول په تېرو ۳۴ ساعتونو کې ۵۸۲ کسان د کرونا ويروس له امله هندوستان کې مړه شوي دي. 

د يادونې ده چې د روغتيا نړيوال سازمان کرونا ويروس په يو بحراني حالت کې بللی دی او خبرداری يې ورکړی دی چې که چېرې نړۍ پر وړاندې بې پروايي وکړي، نو ستر ناورين به رامنځ ته کړي.