نبيل: پاکستان د افغانستان پر خاورې تيری کوي؛ افغان حکومت دې ښکاره ځواب ورکړي 

روهي (پنځه نۍ/ ۲۶ د چنګاښ)، د ملي امنيت پخواني رئيس او تېرو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبيل پر کونړ کې د افغان ځواکونو او پاکستاني مېلشو ترمنځ د تېرې ورځې بريد ته غبرګون ښوودلی. 

نوموړي پر ټوېټر لېکلي دي، "دافغانستان سیاسي رهبران دى د موقف او چوکيو په ویش بوخت وی، ولس دی د قوم او ژبې په نامه يو بل ترټي او وږي او محتاجه دى ګرځي، ګاون‌‌‌‌‌‌ډیان مو یا په اور کي سوځوي، یا مو په بمونو الوزوي او یا مو هم خاوره لاندي کوي! خو چي د لاپو شاپو خبره شي بیا نو په پنځه زره کلن تاریخ خوشند وهو!"

تېره ورځ د کونړ ولايتي ادارې وويل چې پاکستاني ځواکونو د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو ډزې کړې  دي او همدا ډول يې پر مرورې ولسوالۍ د توپونو ډزې کړې دي، چې شپږ ولسي وګړي وژل شوي او ۹ ټپيان دي. 

نبيل لېکلي چې ګاودنډيان مو يا وژني، يا مو په اور کې سوځوي او يا مو هم پر خاورې تېری کوي، چې افغان حکومت يې بايد پر وړاندې بايد څرګند ځواب ووايي.