د پخواني ولسمشر بارک اوباما او مايکرو سافټ کمپنۍ د مشر بېل کېټس د ټوېټر حسابونه هک شوي دي 

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو د پخواني ولسمشر د بارک اوباما او د مايکرو سافټ د کمپنۍ د بنسټګر بېل کېټس په شمول، امريکا کې د يو شمېر مشهورو سياسو څېرو د ټوېټر حسابونه هک شوي دي. 

د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند جوبایډن، سندرغاړي کانیه وسټ، د ټسلا او سپېس اکس د بنسټګر ایلان ماسک، د امازون د بنسټګر جېف بیزوس ټوېټر حسابونه هم هک شوي او پکې د پیسو په تړاو پیغامونه خپاره شوي دي.

ټوېټر د نړۍ د يو شمېر مشهورو څېرو د ټوېټر حسابونو د هک تائيد کړی دی او ويلي دي چې دا د دوی لپاره د خواشينۍ وړ ده او تر ټولو بده ورځ ده. د ټوټېر بنسټګر او مشر جېک ډورسي وايي، "ټوېټر کې موږ ته تر ټولو بده ورځ. دې پېښه باندې موږ ټول خپه یو".

پر هک شوي ټوېټر حسابونو د بارک اوباما، بېل ګېټس او نورو سياسي څېرو له ادرسه دې پيسو د لېږولو پغامونه خپریږي او خلک غوښتل شوي چې که چېرې يو ډالر ورته ولېږل شي نو په بدل کې به يې دوی دوه ډالر ورکړي. 

د نورو سياسي څېرو پر ټوېټر حسابونو هم بېلا بيل سياسي او مالي پوسټونه کيږي او تر اوسه مېلېونه کسان پرې تېر اېستل شوي دي.