روهي (څلورنۍ/۲۵ د چنګاښ)، افغانستان کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په خپلې يوې تازه مقالې کې چې واشنګتن پوسټ خپره کړې ده لېکلي دي چې روسيه په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره د حکومت وسله والې مخالفې ډلې (طالبانو) څخه ملاتړ کوي.
دغه امريکايي جنرال ويلي دي چې يو شمېر افغان او امريکايي چارواکي په دې باور دي چې روسيه په پټ ډول د طالبانو څخه ملاتړ کوي، کوم چې د امريکا د ملي ګټو او د افغانستان د حکومت پر وړاندې عمل دی.
جنرال جان نېکلسن د خپلې مقالې په يوې بلې برخه کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو سره هم مخالفت ښوودلی دی. جنرال نېکلسن لېکلي دي چې که چېرې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي نو شونيتا شته چې دغه هېواد د طالبانو په لاس ورشي او روسيه به يې ملاتړی هېواد وي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت پخواني عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په خپلې دې مقاله کې دا هم ویلي چې افغانستان کې د ده د مأموریت پر مهال په شمالي ولایتونو کې د والیانو له لوري یې دفتر ته، له وسلهوالو طالبانو داسې نیول شوې وسلې وروړل شوي چې روسي وې.
نوموړي د خپلې مقالې سرليکو "متحد ايالات بايد په زور سره د د روسيې او طالبانو پر وړاندې ځواب ورکړي" د روسيې او طالبانو ترمنځ د ژورو اړيکو ويلي دي.
له دې وړاندې يو شمېر لوېديځو رسنيو د ځيني امريکايي استخباراتي چارواکو له خولې لېکلي وو، چې مسکو افغانستان کې ځيني کسانو ته پيسې منلې وې چې امريکايي سرتيري په نښه کړي.
د سيمې له يو شمېر هېوادونو او په ځانګړي ډول له پاکستان او روسيې سره د طالبانو داړيکو ويل کيږي، خو دا هر څه هغه دې چې طالبان يې په کلکه ردوي او زياتوي چې د طالبانو اداره خپلواکه ده او د کوم بل هېواد تر اغېز لاندې نه ده.
وروستي