دغني په واکمنۍ کي د دوستم مارشالي!

له څنګه چي ټولو ته څرګنده ده چي سیاست  او سیاسي لوبغاړي دوخت او زمان په تیریدو سره تغیر کوي او اکثره وختونه پکي ادلون بدلون یو اصل بلل کیږي، لکه څنګه چي ماکیا ولي وایی له هرې ممکنې لارې کار واخلي د چل ،فریب او مکارۍ په مټ ځان هدف ته ورسوي هغه وایی بهترین سیاست مدار هغه څوک دی چي خلک یې تېر ایستل او خپل  کار یې وکړ.

ولې په حقیقت کي دا سیاست نه دی سیاست ځان ته خپل تعریف او اوصول لري افغانستان هم دنړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چي د کلونو راپدیخوا د سیمې او نړۍ دمافیایی کړیو او استخباراتو په لومو کې راګیر هېواد دی.

هېواد کې دننه اکثره سیاسیون او یو شمیر لوړپوړٍي چارواکي کي په یوه چاه، سیمې او هیواد پوري تړلي دي چي دهغوئ د ګټو او سیاستونو دپلي کولو لپاره کار کوي ان داچي یو شمیر خورا په رتبه لوړ سیاسیون دافغانستان دملي ارزښتونواو فرهنګ  د له مینځه وړلو پروژي تطبیق کوي،زه یې ځیني بیلګي دبریښنایي دتذکرو پروسه کي خنډ،پوهنتون او دانشګا افغانستان او خراسان کلماتو پر سر جنجالونه یادولای سم.

په هېواد کي هم اکثره وخت دچارواکو او سیاسینو ترمنیځ دواک،ګوند او شخصي ګټو پرسر جنجالونه هغه څه دي چي هیواد یې له اقتصادي رکود او ګڼ نور ستونزو سره مخ کړي،سیستم کي فساد،بي عدالتي،ناامني او نامتوازن انکشاف ،پروژو کي فساد ان وچه ډوډۍ وېش او کرونا پیسې هم حیف او میل سوي چي د هیوادوالو سخته غوصه یې راپارولي ده.

ورځ تر بلي  ولس له ملت څخه فاصلي نیسي او په لیريو پرتو سیمو او ولسوالیو کي خپل ټولې چارې او دعوې په وسلوالو طالبانو باندي خلاصوي.

 دهېواد په دې حساس پړوا او شرایطو کي چي له یوی خوا دسولې خبرې خورا ګرمې او دبین الاافغاني مذاکراتو لپاره شرایط چمتو سوي تازه ولسمشر غني دوستم مارشال کړ او دمصالحي عالي شورا مشر یې د مارشالۍ رتبه ورته ډالۍ کړل.

ډیری خلک به وایی چي دوخت مجبوریت دی او ولسمشر مجبور وو چي دا کار یې وکړ  ولي په حقیقت هغه په دې سره دډيریو خلکو زړونه له لاس ورکړل او اکثریت ملت یې خفه کړ.

ولسمشر هغه څوک مارشال کړ چي له لاسونو څخه یې اوس هم دافغانانو دوینو بوی ځي هغه څوک چي دهمدې ولسمشر لومړي مرستیال وو او بیرته پر ضد اپوزیسیون کي دولسمشر خلاف فعالیتونه ترسره کول.

دلته څرکندیږي چي په سیاست کي هرڅه شوني دي او تر ‌ډیره سیاسیون او چارواکي  دواک او دبدبې دچلولو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.

رښتیا هم افغانستان کي دهغه چاه عزت او قدر کیږي چي زر او یا هم زور ولري دوستم چي د زرګونو افغانان قاتل دی اوس مارشال سوو.

تاریخ هرڅه لیکي داچې غني دخپلي واکمنۍ پرمهال دوستم مارشال کړ کلونه وړاندې کرزي فهیم ته د مارشالۍ رتبه ورکړي وه.

ورستیو کي دهیواد پر لوستو او وطن مینو ځوانانو ږغ کوم چي دهرې ناروا او ظلم پر وړاندې مو ږغ اوچت کړئ حق ته حق ووایاست او باطل ته باطل دا هیواد ځوانانو ته اړتیا لري دهیواد درغوني لپاره ځوانې انرژي  ته اړتیا سته د سولې د ملي پروسې د ملاتړ سره سره دهیواد د ملي ارزښتونو دساتنې ترڅنګ له هرې ناروا پرده پورته کړئ! په خپلو کي یو سئ یوالي کي مو خیر دی.

ولسمشره! دوستم دې مارشال کړ ولس دې خفه کړ هیله ده  د دولس دا خفګان هیواد ته دتل پاتې سولې او امن په راویستلو سره لیرې کړې.x