لعل شهزاده (لنډه کيسه)

و، نۀ و، په پخوا زمانو کې يو پاچا و، چې اووه ښځې يې لرلې خو له يوې يې هم زامن نۀ لرل. پاچا به زيات خپه و، د اولاد لرلو ستره هيله يې پۀ زړۀ کې پټه ګرځوله، شپې او ورځې يې په غم او اندېښنو کې تېرېدې.

له ورځو نه يوه ورځ وه چې يو سپين ږيري ملنګ د پاچا د ماڼۍ دروازه وټکوله، د پاچا نوکر ورغی، څو شيبې وروسته بېرته راغی او پاچا ته يې وويل:
صيب...! يو ملنګ راغلی، غواړي تا وګوري.

پاچا نوکر ته وويل: ورشه يو څۀ ورکړه او ويې لېږه.

نوکر وويل: صيب...! ملنګ څۀ شی نۀ غواړي، هغه غواړي تا سره وويني.

پاچا وويل: هغه ماته راوله چې وګورم لۀ ما څۀ غواړي.

ملنګ راغی او پاچا ورته وويل: اې سپين ږيريه ملنګه! ووايه لۀ ما څۀ غواړې چې تاته يې درکړم.

ملنګ وويل: زه له تانه ستا د زړۀ هيله او ارمان غواړم.

پاچا غوسه شو او پۀ قهرجن انداز يې وويل:
اې ملنګه...! تۀ زما هيله او ارمان څۀ کوې، د خدایﷻ پرته زما هيله او ارمان هېڅوک نشي پوره کولی، زر لاړ شه! کنه تاته به سخته سزا درکړم.

ملنګ وويل: اې زما عادله پاچا..! ما وبښه او کومه سزا مه راکوه؛ زه بيا هم لۀ تانه غواړم چې ارمان دې راته ووايه.

پاچا غلی شو او پۀ نرمه لهجه يې ملنګ ته وويل:
ملنګه! زۀ اووۀ ښځې لرم؛ خو لۀ اولادونو څخه بې برخې يم، دعا ويونکی او ميراث خوړونکی(وارث) مې نشته، ارمان مې دادی چې د يو زوی پلار شم.

ملنګ وويل:
اې عادله پاچا..! د خدایﷻ لۀ مهرابانۍ هېڅکله مه نهيلی کېږه! زر امر ورکړه چې ماته يو لعل(لال) راوړي.

پاچا امر ورکړ، څو شيبې وروسته د پاچا خدمت کوونکو لعل راوړ، ملنګ واخيست، دم يې کړ او پاچا ته يې وويل:
امر ورکړه چې د څلوېښتو مترو پۀ ژوروالي يو کوهۍ(څاه) وکېندل شي. لعل پۀ يو صندوق کې کېږدئ او بيا يې پۀ خپلو مبارکو لاسونو پۀ همدې کوهي(څاه) کې کېږده، د څاه سر پټ کړئ. څلوېښت ورځې وروسته صندوق لۀ څاه څخه راوباسئ چې د صندوق پۀ منځ کې به يو ماشوم وي، نوم به ورباندې ''لعل شهزاده " کېږدئ او دغه ماشوم به ستاسو د وړې ښځې اولاد وي.

ملنګ لۀ پاچا رخصت واخيست او پخپله مخه لاړ.
پاچا د ملنګ د لارښوونې سره سم عمل وکړ، لۀ څلوېښتو ورځو وروسته کله چې پاچا صندوق خلاص کړ، ګوري چې د صندوق پۀ منځ کې يو ښکلی ماشوم پۀ خواږۀ خوب ويده دی او نرمه نرمه ساه اخلي.

پاچا ماشوم خپلې وړې ښځې ته ورکړ او د'' شهزاده لعل" نوم يې پرې کېښود.
د پاچا د زوی اوازه نږدې ټول ښار ته ورسېده او خلکو د پاچا دلارښوونې سره سم درې ورځې د خوښۍ جشن ونمانځۀ، خلکو پۀ کلو او کوڅو کې ډولونه غږول او پۀ ماڼۍ کې نڅاګرو نڅا کوله.
 
پاچا او ښځې يې د خدایﷻ لۀ دې نعمته دومره خوشحاله و چې پۀ جامو کې نۀ ځايېدل. پاچا خپلې څو کلنې اوږدې هيلې ته رسېدلی و، د خدای شکر يې ادا کاوۀ او د غريبو خلکو سره يې زياتې مرستې کولې.

د پاچا رعيت چې د زياتو کلنو راهيسې يې د پاچا د مړينې هيلې پۀ زړۀ کې ګرځولې تر څو تاج او د پاچاهۍ تخت ته ورسيږي، د ''لعل شهزاده" پۀ پيدا کېدو سخت مايوسه شو. رعيت پۀ يو نه يو ډول د پاچا او دهغه د اوو ښځو د لۀ منځه وړلو لپاره د يوې چلوټې(دسيسې) پۀ فکر کې شول چې ځانونه واک او قدرت ته ورسوي.

يوه غرمه د لعل شهزاده مور چې د خپل بچي سره پۀ خواږۀ خوب ويده وه، خوب وليد چې نن شپه به د پاچا نېږدې رعيت د يو چل پۀ ترسره کولو لعل شهزاده د خپلې کورنۍ د غړو پۀ وړاندې پۀ توره ټوټه، ټوټه کړي، بيا به د پاچا په شمول ټول ووژني او پاچاهي به ترلاسه کړي.

د شهزاده مور ناڅاپه لۀ خوبه پورته شوه او له وينځې يې واورېدل چې نن شپه د پاچا ټول رعيت پۀ مانۍ کې مېلمانۀ دي.

د لعل شهزاده مور زياته هڅه کوله چې پاچا وويني او لۀ خپل ليدلي خوب يې خبر کړي خو د پاچا پۀ ليدلو بريالۍ نۀ شوه، ځکه چې پاچا د خلکو د حال احوال د اخيستو لپاره لۀ ښاره بهر تللی و.

د پاچا ښځې د خپل خوب او د پاچا پۀ وړاندې د رعيت د چل او دسيسې کيسه خپلې وفاداره وينځې ته وسپارله او خپله د خپل زوی ''لعل شهزاده" سره پۀ ډېره پټه او هوښيارانه توګه لۀ ماڼۍ ووته، ماڼۍ ته نېږدې پۀ يو ځنګل کې پټه شوه.

د دربار وفاداره وينځې د شهزاده او دهغې د مور د خونديتوب لپاره دوی ته يو اس راوست او ژمنه يې وکړه چې د دوی د پټېدو ځای او لوری به د خپل سر پۀ بيه تر سبا سهاره چاته نۀ ښايي.

نيمه شپه وه چې وينځې د شهزاده مور ته د پاچا د وژلو او د رعيت تر منځ د پاچا د ښځو د وېشلو خبر ورکړ، هم يې د شهزاده لۀ مور څخه وغوښتل چې زر تر زره لۀ دې ښاره ووځي ځکه د پاچا ټول رعيت ستا او دشهزاده د پيداکولو پۀ لټه کې ګرځي.

د شهزاده مور لۀ وينځې وغوښتل چې ورسره لاړه شي خو وينځې و نۀ منله.
ينځې "شهزاده لعل" د خپلې مور په ملا پورې وتاړۀ او دواړه يې پر اس سپارۀ کړل، کله چې پناه شول وينځې پۀ ډېر دقت او اختياط سره ځان ماڼۍ ته ورساوه او خپلې کوټې ته دننه شوه.

شهزاده او مور يې زيات مزل او لاره ووهله تر هغې چې بل ښار ته ورسېده، خپل اس يې خرڅ کړ او ځان ته د کار پيداکولو پۀ لټه کې شوه، بېلاخره پۀ يو کور کې يې مزدوري پيدا کړه.

د شهزاده مور د دښمنانو لۀ وېرې خپل او د زوی نوم پټ ساتۀ.
 
د شهزاده لعل مور پۀ ډېرو ستونزو او سختيو سره ژوند تېراوۀ.

د مېړۀ او د کورنۍ د نورو غړو د لاسه ورکولو ياد بيا، بيا زوروله لکه هماغه پيښه چې هره ورځ ورباندې تکراريږي، که ژوند هرڅومره د بېوسۍ او ستونزو منګولې ورباندې کلکې کړې؛ بيا يې هم د خپل زوی پالنه هېره نۀ کړه.

شهزاده ورو ورو لويېدۀ، ددې لپاره چې د مور سره يې د غريبۍ د لاس پۀ لنډولو کې مرسته کړي وي او يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي، پۀ لس کلنۍ کې د يو خان سره مزدور شو.
کله چې شهزاده څوارلس کلنۍ ته ورسېده، مور يې ورته خپل اصليت پۀ ډاګه کړ، مور يې د رعيت د چلوټې (دسيسې) او د پاچاهۍ او کورنۍ د له منځه وړلو لۀ کيسې خبر کړ، پۀ ټينګار يې ورته وويل:
ګرانه زويه! ته بايد د خپل پلار د وينو غچ واخلې، تر هغې چې بدل د نۀ وي اخيستی پۀ اړه به يې چاته څۀ نۀ وايې.

مور يې شهزاده لۀ مزدورۍ منع کړ او د زده کړو لپاره يې د جومات ملا امام ته لېږۀ. شهزاده لعل په کم وخت کې پۀ ليکلو او لوستلو سربېره ډېر څۀ زده کړل، بېلابېل ديني او حسابي کتابونه يې ولوستل، لۀ يو وتلي توره وهونکي يې د تورې وهلو هنر هم زده کړ.
 
پۀ جومات کې د فاطمې پۀ نوم يوې ښکلې نجلۍ زده کړه کوله چې د شهزاده لعل سره يې ډېره مينه لرله، د شهزاده لعل هم خوښېده او پۀ جومات کې به يې د فاطمې په ليدو سترګې خوږېدې.

يوه ورځ کله چې فاطمه د جومات په دروازه رادننه کېده، لۀ ورايه يې پۀ څېره کې خواشيني ښکارېده، د خپلې نامزادۍ خواږۀ يې پۀ ټولو ووېشل او ملا ته يې وويل چې پلار مې زما د خوښې پرته يو څلوېښت کلن ته ورکړم، پۀ داسې حال کې چې فاطمې پاتې خواږۀ د لعل شهزاده پۀ سر وشيندل او خپله پۀ ژاړا شوه، خپله مينه شهزاده ته پۀ دې ډول ښکاره کړه او پۀ ژړا لۀ جوماته ووته.
 
شهزاده د لومړي ځل لپاره پۀ دې وپوهېدۀ چې فاطمه ورسره مينه لري، ډېر خوشحاله شو او لۀ موره يې وغوښتل چې د فاطمې غوښتلو ته ورشي.

د فاطمې پلار د فاطمې پۀ بدل کې لس دانې د سرو خښتې وغوښتې، يوه مياشت وخت يې ورکړ چې خښتې راوړي او فاطمه له ځانه سره يوسي، کنه خپله لور به د دوو خښتو سرو پۀ بدل کې بل چاته پۀ نکاح کړي.

شهزاده لعل د دغې غر خبرې پۀ اورېدو سخت خپه شو، لۀ فاطمې سره يې خبرې وکړې او دواړو ژمنه وکړه چې د عمر تر وروستۍ شيبو به يو دبل پۀ تمه واوسي، کنه مرګ به غوره ګڼي.

دوه ورځې وروسته شهزاده لعل يو اس پيدا کړ، له موره يې دعا واخيسته او ژمنه يې وکړه چې د پلار د وينو بدل به لۀ دښمنانو اخلم، توره يې پۀ ملا وتړله او د خپل زېږېدځای پۀ لوري روان شو.

''شهزاده لعل" پۀ سپېڅلي تکل او غښتلي هوډ سره راودانګل.
کله چې ښار ته راورسېدۀ، پوښتنې او پلټنې يې پيل کړې.
د دې ښار ټولو خلکو د پخواني پاچا خدمتونه او ښيګڼې نۀ وې هېرې کړې او هر چا پۀ يو ښۀ نوم يادوۀ، د رعيت لخوا د پاچا د وژلو ارمان يې کاوۀ.

بېلاخېره شهزاده لعل يو ډله هغه کسان پيداکړل چې تر اوسه يې پلار ته وفادار پاتې و، دوی ته يې وويل:
زۀ شهزاده لعل يم، د خپل پلار د وينو پۀ غچ اخيستو او د ماڼۍ د ظالمانو نه د خلکو پۀ ازادېدو او ژغورلو پسې راغلی يم.

خلک د شهزاده لعل د خبر پۀ اورېدو زيات خوشحاله شول، د مرستو او ملاتړ ژمنه يې ورسره وکړه، د دوو دريو ورځو پۀ لړ کې ورته درې سوه ځوانان او سپين ږيري جګړې ته چمتو شول.

شهزاده پۀ داسې حال کې چې د دوی پۀ وړاندې ولاړ و، پۀ دښمن يې د چپاو(حملې) کولو بولۍ(قومانده) ورکړه.

نيم ساعت وروسته جګړه پيل شوه، دا چې دښمنان د چپاو(ناڅاپي حملې) څخه بې خبره وو نو حيران او وارخطا شول.

هرڅوک چې د ''شهزاده لعل" مخې ته راته، د تورې په يوه ګوزار سره به پۀ ځمکه رالوېدۀ او سخت به ټپي کېدۀ.

د يو ساعته خونړۍ جګړې وروسته چې د پاچا د رعيت اوه کسه دسيسه جوړونکي پکې ووژل شول او نوره مړينه يې نلرله، د پاچاهۍ ماڼۍ يې ونيوله.

''شهزاده لعل" مخکې له يرغل کولو لارښوونه کړې وه چې سرتېري د نۀ وژل کيږي يوازې دې بې وسلې شي نو همداسې وشول د ماڼۍ ټول سرتېري بې وسلې شول، کله چې دوی بريا ته ورسېدل نو شهزاده خلکو ته وويل:
ما دخپل پلار د وينو بدل واخيست او تاسو مې د ظالمانو د ظلم څخه وژغورلۍ، تاسو ته چې هر څوک وړ و، د پاچاهۍ پۀ تخت يې کېنوئ او خپل پاچا يې وټاکئ.

خلکو شهزاده لعل ته وويل:
تاسو د يو عادل پاچا زوی او شهزداه يئ؛ زموږ ټوله رايه تاته ده او تا د خپل پاچا پۀ حيث ټاکو.
''شهزاده لعل" بې وسه(مجبور) شو چې پاچاهي ومني.

خلکو و پتيله(تصميم ونيوه) چې شهزاده بايد د يوې ښکلې نجلۍ سره وادۀ وکړي، تر څو دواړه خوشحالۍ يو ځای و نمانځي، دوی دغه موضوع لۀ ''شهزاده لعل" سره شريکه کړه خو شهزاده يې پۀ ځواب کې خلکو ته وويل:

زۀ د فاطمې پۀ نوم لۀ يوې نجلۍ سره مينه لرم چې لۀ ماسره هم مينه لري. د فاطمې پلار د هغې پۀ بدل کې زما لۀ موره لس دانې د سرو زرو خښتې غوښتې دي، زۀ دومره زياته اندازه سرۀ زر ستاسو لۀ اجازې پرته د ماڼۍ لۀ خزانې نشم اخيستلی.

خلکو اجازۀ ورکړه؛ چې د لسو دانو د سرو زرو د خښتو او د پاچا د وادۀ لګښت د دولت لۀ ځانګړې خزانې ورکړي.

لس ورځې وروسته د شهزاده لعل مور او د ښار خلکو فاطمه پۀ ډېرې خوشحالۍ او دبدبه سره خپل ښار ته راوړه، اووۀ شپې او ورځې يې د خوښۍ جشن جوړ کړ.
 
هــــــــــــــو! د حق او ناحق ترمنځ هر وخت جګړه وي؛ خو چل، شيطاني او شيطاني کردار پايښت نۀ لري. سره ددې چې خلک به زياتې ستونزې، تکليفونه او زحمتونه وګالي؛ خو پۀ پايله کې حق بريالی کيږي او حق حقدار ته رسيږي.