ولسمشرۍ ماڼۍ ولې د عبدالرشيد دوستم پر مارشالۍ چوپ ده؟ 

د ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا د اوسني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د تېرې روژې مياشت کې د ټاکنو د وروستيو پايلو پر سر د راپورته شوي کړکېچ د حل په پار سياسي هوکړه وشوه. د يادې سياسي هوکړې  يو امتياز د عبدالله عبدالله ډلې ته دا وو، چې جنرال عبدالرشيد دوستم ته بايد مارشالي ته ورکړل شي. 

يو وخت داسې خبرونه رسنيز شول، چې دوستم ته د مارشالۍ رتبې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او جنرال دوستم ترمنځ د نظر اختلاف را پيدا شوی دی. ولسمشر غني غوښتل چې دوستم ته افتخاري مارشالي ورکړي، خو عبدالله عبدالله او جنرال دوستم د مارشالۍ رتبې سره مخلافت درلود او ټېنګار يې دا وو چې عبدالرشيد دوستم ته بايد رسمي مارشالي ورکړل شي. 

څه وخت وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني د لاسليک شوي فرمان هغه انځورونه خپاره شول، چې عبدالرشيد دوستم ته يې د مارشالۍ رتبه په کې لاسليک کړې ده. د ياد فرمان د انځورونو له رسنيز کېدو وروسته، د هېواد سياسي څېرو او په خپله عبدالله عبدالله دوستم ته د مارشالۍ رتبې مبارکي وويله. خو تر نن ورځې پوري ولسمشرۍ ماڼۍ نه له دولتي رسنۍ يانې ملي راډيو تلويزيون او نه هم د ولسمشرۍ ماڼۍ اړوند ټولنيز رسنيو، د جنرال دوستم مارشالۍ اعلان نه کړه. 

تازه نن ورځ په شمالي جوزجان ولايت کې د جنرال دوستم د مارشالۍ رتبې په پار ځانګړي مرسام نېول شوي وو، چې عبدالله عبدالله په کې ګډون کړی وو، خو يادو مراسمو ته د ولسمشرۍ ماڼۍ له ادرسه کوم لوړپوړی کس نه وو ورغلی. 

دا چې ولې تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ د عبدالرشيد دوستم د مارشالۍ اعلان  په رسمي ډول نه کوي او يايې ولې دغه مارشالي  په هغه ډول چې بايد په تشريفاتي مراسمو ورکړل شي، ورنه کړه شوه، يو لامل يې څرګند دی. هغه دا دی چې ولسمشر د کورنيو او بهرنيو فشارونو وروسته له عبدالله عبدالله سره د حکومت وېش ته اړ شو او په پايله کې د مصالحې شورا مشري عبدالله عبدالله ته، په واک کې پنځوس سلنه برخه، جنرال دوستم ته مارشالي، عبدالله عبدالله ته د هېواد د دويم کس پروتوکول او داسې نور امتيازونه؛ ثبات او همپالنې ډلې ته ورکړل. ولسمشر به هېڅکله جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړې نه وه، خو د ټاکنيز کړکېچ پر سر د کورنيو او بهرنيو فشارونو دې تړه اړ کړی، چې دغه د زهرو پياله هم وڅښي. 

دويم لامل يې دا دی، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د جنرال دوستم د مارشالۍ په اړه رسماً څه نه دي ويلي. ښايي تر اوسه هم ولسمشر په دې ټېنګار کوي، چې دوستم ته د افتخاري مارشالي ورکړي، خو د عبدالله عبدالله ډلې له وړاندې د ولس ذهن داسې جوړ کړ، چې جنرال دوستم ته مارشالي ورکړل شوه او هغه هم رسمي. هغه پوځې رتبه چې د هېواد په پوځ کې تر ټولو لوړه رتبه ده او ولسمشر يې فرمان لاسليک کړی، په غېر دولتي رسمي مراسمو کې د مصالحې شورا د مشر له خوا جنرال دوستم پر مټ وهل يې په دې مانا دي، چې ولسمشر او د ټيم ډېر غړي يې په دې خپه او تر فشار لاندې دي. جنرال دوستم د هېواد درېيم مارشال شو، خو تاريخ به دا ولېکي، چې څنګه مارشال شو!؟