ولسمشر غني د تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې کې د المان سفير باور ليک ومنلو 

روهي (څلور نۍ/۲۵ د چنګاښ)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د المان د نوي سفیر اکسل زیډلر باور لیک ومانه.

د باورلیک د سپارلو په مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، جمهوررئیس غني د المان سفیر ته د مبارکۍ او په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیلې څرګندولو ترڅنګ، د افغانستان او المان ترمنځ د اړیکو په لا زیاتې پراختیا ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د المان نوي سفیر اکسل زیډلر وویل، په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال به د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتواو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې هڅې وکړي.