له ولسمشر غني د دوستم غوښتنه: د جګړې مشري راته وسپاره چې طالبان درته نابود کړم 

روهي (څلورنۍ/۲۵ د چنګاښ)، نن ورځ په جوزجان ولايت کې د عبدالرشيد دوستم د مارشالۍ رتبې لپاره ځانګړي مرسام نېول شوي وو. يادو مرسامو ته د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ورغلی وو. 

عبدالرشيد دوستم د خپلو خبرو پر مهال ويلي دي چې که چېرې نړيواله ټولنه او ولسمشر غني پرې باور وکړي، د جګړې مسووليت او مشري ورته وسپارې، نو طالبان به نابود او مات کړي. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې د سولې خبرو د پيل لپاره دې، د طالبانو بهانې پای ته ورسيږي او پاتې زندانيان دې هم ورخوشي شي. 

جنرال دوستم له ډاکټر عبدالله عبدالله مننه کړې ده چې له ولسمشر غني سره يې د سياسي هوکړې په ترڅ کې نوموړي ته د مارشالۍ رتبه هم په نظر کې نېولې وه. 

جنرال دوستم چې د ځينو نړيوالو ادارو له خوا افغانستان کې په جنګي جنايتونو تورن هم پېژندل کيږي، درېيم کس دی چې افغانستان کې د مارشالۍ رتبې ته رسيږي. 

نوموړي له دې وړاندې هم دا ويلي چې د شپږو مياشتو په موده کې دا وړتيا لري چې طالبان په بشپړ ډول له منځه يوسي.