ډاکتر عبدالله پرې د مارشالۍ نښان وټمبلو؛ جنرال دوستم د افغانستان رسمي مارشال شو 

روهي (څلورنۍ/۲۵ د چنګاښ)، نن ورځ جوزجان کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پخواني جنګي قومندان او تېر ځل حکومت کې د ولسمشرغني لومړي مرستيال جنرال  دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه. 

يادو مراسمو ته د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم ورغلی وو. ډاکټر عبدالله عبدالله د جنرال دوستم پر اوږه د مارشالۍ نښان ووهلو او دی په دې سره د افغانستان رسمي مارشال شو. 

جنرال دوستم يادو مراسمو کې د خپلو وينا په ترڅ کې ويلي دي، چې که چېرې ولسمشر غني او نړيواله ټولنه پرې باور وکړي او د شپږو مياشتو لپاره د جګړې مشرۍ ورکړي، نو طالبان به نابود کړي. 

د جنرال دوستم مارشالۍ يوه جنجالي موضوع خو د يو شمېر کورنيو او بهرنيو فشارونو په پايله کې ولسمشر غني اړ شو چې دوستم ته د مارشالۍ رتبې فرمان لاسليک کړي.