ناټو: افغانستان کې زمونږ شتون حالتو پوري تړلی دی 

روهي (څلورنۍ/۲۵ د چنګاښ)، افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ  په يوې اعلاميې کې ويلي، چې دلته د ناټو ځواکونو شتون افغانستان کې د سولې خبرو او حالتو پورې تړلې مساله ده. 

دغه اعلاميه کې ويل شوي دي، چې ناټو د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ته ژمنه ده، خو افغانستان کې زمونږ حضور د وضعيت سره تړلې مساله ده. 

ناټو د خپلې خبرپاڼې په يوې بلې برخې کيږي، د افغان جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي دي، چې جګړه راکم کړي او له تاوتريخوالي لاس واخلي. 

دوحه کې د امريکا او طالبانو د سولې تړون وروسته هيله دا وه چې ښايي تاوتريخوالی راکم شي او بين الافغاني خبرې به پيل شي، خو تر اوسه دې برخه کې د پام وړ کړنې نه تر سترګو کيږي.