امريکا کې د کرونا ويرویس دويمه څپه پيل شوې 

روهي (څلورنۍ/۲۵ د چنګاښ)، امريکا کې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس مرګونی بهير يو څه تر کنټرول لاندې راغلی وو، خو د ياد هېواد په ځينو ايالتونو کې د کوېډ-۱۹ دويمه څپه خپره شو ده. 

کالفورنیا او لاس انجلس ښارونو ښوونځي، پوهنوتونه او نور ګڼيز ځايونه بيا تړل شوي دی. روغتياپالان وايي چې د امريکا په ځينو ايالتونو کې د کرونا ويروس دويمه څپه خپره شوې ده. 

د ښوونځيو د تړلو ترڅنګ ورزشي کلپونه، کلیساګانې او د سلمانۍ دوکانونه به  هم  د دويم ځل لپاره بند وي. محدوديتونه وضع شوې، خو د لومړي ځل په پرتله به اسانه وي. 

تېره ورځ د روغتيا نړيوال سازمان هم خبرداری ورکړی وو، چې نړۍ په ناسمه لار روانه ده او کرونا ويروس د لا خپرېدو په حال کې ده.