په اخلاقي فساد تورن دی؛ اکرام الدين اکرام د تل لپاه له فوټبال محروم شو 

روهي (څلورنۍ/۲۵ د چنګاښ)، د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم چې څه وخت وړاندې په اخلاقي فساد تورن پېژندل شوی او دوسيه ورته جوړه شوې ده، د تل لپاره د فوټبال کې له شتون او فعاليت څخه محروم شو. 

دغه پرېکړه د ورزش د حکمیت محکمې کړې ده. يادې محکمې ويلي دي چې اکرام الدين اکرام فوټبال کې د ښځينه لوبغاړو او کارمندانو پر وړاندې ناروا کړنې تر سره کولې او اخلاقي فساد يې په زور زياتي او له مقام څخه په ناوړه ګټې کولو. 

کریم دا تورونه بې‌بنسټه بللي دي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون هم دا تورونه رد کړي او ویلي يې دي چې د فوټبال ځیني ښځينه لوبغاړو د ناخوښۍ پر اساس تورونه پورې کړي دي.