سرچينه: امريکايي پوځيان په هلمند، پکتيکا، لغمان او ارزګان ولايتونو کې له خپلو پوځي اډو وتلي دي 

روهي (درې نۍ/۲۴ د چنګاښ)، يو امريکايي چارواکي  د نوم د نه ښوودلو په شرط طلوع نيوز ته ويلي دي، چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون وروسته د هېواد په څلورو ولايتونو کې له پنځو پوځي اډو امريکايي پوځيان وتلي دي. 

دغه پوځيان په  هلمند، پکتيکا، لغمان او ارزګان ولايتونو کې له خپلو له پوځي اډو وېستل شوي دي. په ورته کې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند ويلي دي چې افغانستان کې د نورو وسله والو ډلو پر وړاندې جګړې او د افغان ځواکونو روزنې ته به ادامه ورکړي. 

دوحه کې د امريکا او طالبان ترمنځ د سولې تړون وروسته دغه دوه ډلې يو او بل د شوې تړون پر سرغړونې سره تورنوي.