د کابل سروبي کې چاودنه شوې 

روهي (درې نۍ/۲۴ د چنګاښ)، د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د ځای په ځای شوي ماين چاودنه شوې ده، چې پنځه کسان په کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. 

چاودنه  نن سهار د سروبي ولسوالۍ په جګدلک نومي کلي کې هغه مهال شوي، چې يو سراچه ډول موټر د سړک غاړې پر ماين برابر شو. 

د سروبي ولسوالۍ مسوولين وايي چې پېښه کې ښځو او ماشومان هم ټپيان شوي او وژل شوي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د بريد مسووليت نه دی منلی.