د Vivo شرکت نوی ځېرک موبايل: بېټري يې په ۱۵ دقيقو کې بشپړه چارجيږي

روهي (درې نۍ/۲۴ د چنګاښ)، چينايي Vivo موبايل جوړونې او ټېکنالوژۍ شرکت خپل وروستۍ ماډل ځېرک موبايل داسې جوړ کړی دی چې بې بېټري يې په ۱۵ دقيقو کې سل سلنه چارجيږي. دغه موبايل څه وخت وروسته بازار ته وړاندې کيږي. 

د دغه ځېرک موبايل بېټري ۱۲۰ واټه ده چې د پنځلسو دقيقو دننه په بشپړ ډول چارجيږي. د دغه بېټرۍ فزيکي بڼه کوچنۍ ده خو ظرفيت يې لوړ دی. 

له دې وړاندې د ټېکنالوژۍ ډېری شرکتونو هڅې کړې چې د فزيکې بڼې پر بنسټ کوچنۍ خو په وړتيا کې لوړې د موبايل او کمپيوټر بېټرۍ وړاندې کړي.