فارياب کې د جومات دننه پر لمونځ کوونکو بريد: ۴ وژل شوي او ۶ ټپيان دي

روهي (درې نۍ/۲۴ د چنګاښ)، د هېواد شمالي فارياب ولايت کې ناڅرګنده وسله والو د يو جومات دننه پر لمونځ کوونکو بريد کړی، چې ۴ کسان په کې وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي. 

ولايتي ادارې د پېښې پخلی کړی دی خو د پېښې لامل تر اوسه مالومام نه دی. تر اوسه دا هم مالومه نه ده چې وسله وال څوګ وو. 

پېښه تېره شپه د لمانځه پر مهال شوې ده او ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د بريد مسووليت نه دی منلی. 

د فارياب والي نقيب الله فايق د پېښې مسووليت د طالبانو په غاړه اچولی دی خو طالبانو تر اوسه د يادې پېښې او د والي د شوې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.