
روهي (درې نۍ/۲۴ د چنګاښ)، د افغانستان بهرنيو چارو ويلي دي چې سر له سبا به ورځې به د پاکستان د واګا بندر له لارې هندوستان هېواد ته د افغاني توکو صادرات پيل شي.
وروسته له هغې چې نړۍ کې کرونا ويروس خپور شو، نو افغانستان سره هم د سيمې يو شمېر هېوادونو سوداګريزې لارې وتړلې. پاکستان هم افغانستان سره د تګ - راتګ او ټرانزېت لارې بند کړې.
څه وخت وړاندې پاکستان افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره پنځه لارې پرانېستلې. د واګا بندر له لارې به اوس افغاني توکي د پاکستان له خاورې تيريږي او هند ته به رسيږي.