د عبدالله ټاکنيز ملګری اسحاق ګیلاني: تر اوسه په دې نه پوهېږو چې د ډاکټر صيب عبدالله عبدالله دنده څه ده؟ 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د چنګاښ)، د هېواد يو شمېر سياسي څېرې او ختی د عبدالله عبدالله پخواني ټاکنيز ملګري په دې نيوکه کوي، چې د سولې برخه کې د عبدالله عبدالله مسووليت او دنده تر اوسه نامالومه او ناڅرګنده ده. 

سید اسحاق ګيلاني چې د عبدالله عبدالله ټاکنيز ملاتړی هم وو، ويلي چې د سولې برخه کې کارونه يا بهرنيو چارو وزارت تر سره کوي، يا ملي امنيت شورا او يا هم د ملي امنيت رياست؛ نه پوهيږو چې د سولې برخه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله دنده څه ده؟ 

طلوع نيوز د عبدالروف شپون په نوم د ولسي جرګې د يو غړي له خولې لېکلي دي چې عبدالله عبدالله د سولې برخه کې ولس ته مسوول دی،  خو دی دې يوازې يو ثبوت وړاندې کړي چې د سولې لپاره يې څه کړي  دي؟ 

عبدالله عبدالله ته د ټاکنيز کړکېچ د حل وروسته سياسي هوکړه کې د مصالحې عالي شورا مشري سپارل شوې ده، خو نوموړي تر اوسه نه دی توانېدلی، چې د يادې شورا جوړښت بشپړ کړي.