هغه واکسېنونونه چې حمل لرونکو ميرمنو ته باید تر سره نه شي 

واکسينونه د بيلا بيله ناروغيو د مخنيوي غوره وسيله او درمل شمېرل کيږي. ډېرۍ هغه ناروغۍ چې درملنه يې ستونزمنه وي نو د واکسين په مرسته او د واکسين له لارې يې مخه نېول کيږي. 

د واده شوې ميرمنو حمل يا اوميداوري يو ځانګړی حالت دی، چې دوی خپلې روغتيا ته بايد په کې ځانګړی پام وکړي. په همدې اساس ځينې مشخصې چارې باید تر سره او ځيني تر سره نه شي؛ ځيني درمل وخوړل شي او ځيني نور ونه خوړل شي؛ ځيني خواړه ګټور وي او ځيني بيا زیانونه لري او همدا ډول واکسين. د اوميداورۍ پر مهال ځيني واکسيونونه هم بايد اوميداورو ميرمنو ته ورنه کړل شي. دا چې کوم واسکين بايد د حمل لرونکې ميرمن لپاره تاواني او جنابي عوارض لرونکي دي، لاندې يې ښييو. 

۱- د شري يا Measles واکسين: 
که څه هم د شري ناروغۍ تر ډېره ماشومانو کې وي خو بيا هم د حمل پر مهال بايد ميرمنو ته ورنه کړل شي. د Measles واکسين زيان دا دی، چې ښايي ماشوم له وخت وړاندې پيدا شي او يا هم ضايع يا abortion  رامنځ ته شي. 

۲- د کڅوک يا Chickenpox ناروغۍ واکسين: 
د کڅوک يا Chickenpox د پوستکي ساري ناروغي ده. دغه ناروغۍ کې پوستکي او مخ باندې سرې دانۍ راپيدا کيږي، چې خارښت کوي او همدا ډول ځيني وخت درد هم کوي. که چېرې حمل لرونکې ميرمنو ته د حمل پر وخت دغه واکسين ورکړل شي، نو په دوی کې د تنفسي سېسټم ناروغيو يا pneumonia ستونزې ډېرې وي. 

د حمل پر وخت د کڅوک واکسين بل زيان دا دی، چې له زېږون بنځه ورځې وروسته ماشوم په دغه ناروغۍ اخته کيږي. 

۳- د انفلونزيا ضد واکسين يا LAIV: 
د ډېری روغتيا پالانو لارښوونه دا ده چې د حمل پر وخت دې ميرمنو ته د انفلونزيا ضد واکسين يا LAIV نه ورکول کيږي. لامل يې ډېر دي او جانبي عوارض پيدا کوي. 

۴- د محرقې واکسين Typhoid Vaccines او د ژيړې تبې واکسين يا Yellow Fever Vaccine په اړه هم سپارښتنه دا ده، چې د حمل پر وخت بايد ميرمنو ته ورنه کړل شي.