سمنګانو کې موټربم بريد او نښته؛ طالبان وايي چې بريد مونږ کړی 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د چنګاښ)، د سمنګان ولايت په مرکز ايبک ښار کې د ملي امنيت رياست پر ودانۍ موټربم بريد شوی او نښته رامنځ ته شوې ده. وسله والو طالبانو د بريد مسووليت منلی دی. 

لومړني مالومات ښيي چې بريد کې تر ۴۰ زيات کسان ټپيان شوي دي. بريد د سمنګان ولايت د ښاروالۍ او ملي امنيت رياست ودانيو سره نېږدې شوی او موخه يې د ياد ولايت د ملي امنيت رياست وو. 

د سمنګان د عامې روغتیا رییس صمیم مصمم بي بي سي ته ویلي، د برید له ځایه تر اوسه د درېیو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۴۳ ټپیان روغتون ته وړل شوي. نوموړی وايي، ډېری ټپیان ولسي وګړي دي.

طالبانو د بريد مسووليت منلی دی. طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي، "نن شاوخوا ۱۱ بجې د سمنګانو ولایت په مرکز کې د کابل ادارې په استخاراتي ځاله چې په شمال ولایتونو کې د وروستیو جنایتونو مسئوله ده فدايي برید وشو.
جګړه په شدت سره روانه ده او په دغه ریاست کې تر اوسه پورې تر۷۰ پورې استخباراتي کارمندان وژل شوي او ټپيان دي.
"

دا بريد په داسې حال کې کيږي، چې سولې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت او طالبانو له خوا د يو بل بنديان خوشيږي.