د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس​: کله چې د ولسمشر اردوغان د پرېکړې په اړه فکر کوم؛ ځورېږم، درد لرم...

روهي (دوه نۍ/۲۳ د چنګاښ)، د نړۍ د کاتولیک عيسويانو  مشر پاپ فرانسس​ ترکيه کې د يوې پخوانۍ کليسا ودانۍ پر ځای د جومات جوړولو پرېکړې سخت خواشينی کړم يم. پاپ فرانسس لېکلي دي چې ياده مساله ورته له درد ډکه ده. 

پاپ فرانسس دغه څرګندوني پرون په واتیکان کې د دعا ویلو په اونیزو مراسمو کې وکړې او دا د انقرې د همدې پرېکړې په اړه د نړیوالو غبرګونونو تر ټولو عاطفي احساسات بلل شوي دي.

د بي بي سي د مالوماتو پر اساس، دغه ودانۍ په شپږمه پېړۍ کې د بازنطیني پاچا لومړي جسټنین د واکمنۍ پر مهال ودانه شوه او نژدې زر کاله د نړۍ تر ټولو ستره کلیسا بلل کېده.

د عثماني امپراتورۍ پر مهال په جومات بدله شوه او بيا په ۱۹۳۴ کال کې مصطفی کمال اتاترک ياده ودانۍ په يو تاريخي موزيم بدله کړه. اوس يې ولسمشر اردوغان د جومات جوړولو امر کړی دی.