۲۱ راشد خان: کله چې افغانستان نړيوال او يا هم اسيا جام وګټي بيا کوژده کوم 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د چنګاښ)، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی راشد خان وايي چې هر وخت افغانستان د کرېکټ لوبو کې نړيوال جام او يا هم د اسيا جام وګټي نو دی به بيا هغه مهال واده کوي. 

راشد خان دا څرګندونې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې کړې دي. راشد خان ويلي دي چې کابل کې د راشد خان په نوم د کرېکټ اکاډمي لري او د ځوانانو په روزنه بوخت دی. 

راشد خان ويلي دي چې د کرونا ويروس د قرنطين پر مهال يې يوه مياشت دُبۍ او نور ډېر وخت يې ننګرهار ولايت کې تېر کړی دی. 

د ټولنيزو رسنيو په اړه راشد خان ويلي دي چې په ټېک ټاک او انسټاګرام کې ډېر فعال دی او دغه کار د خپلو مينوالو لپاره کوي.