د امريکا په کلیفورنیا کې د پوځ يوې پوځي بېړۍ اور اخېستی

روهي (دوه نۍ/۲۳ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو په کلیفورنیا ايايالت کې د امريکا د بحري پوځ يوې بېړۍ چې له وسلو ډکه وه اور اخېستی دی. دغه پېښه کې ۲۱ کسان ټپيان شوي دي. 

خپره شوي انځورونه ښيي چې د بېړۍ ډېره برخه په اور کې سوځېدلې ده او لا يې د اور لګېدنې لامل هم نه دی روښانه شوی. شته نورو بېړيو د اوروژنې چارې پيل کړې وې. 

دغه بېړۍ کې زر کسان خدمه وه چې ۲۱ يې ټپيان شوي دي او ۴ په کې پوځيان شامل دي. د امريکا بحري پوځ وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.