جنبش ګوند: دوه ورځې وروسته جوزجان کې د جنرال دوستم د مارشالۍ ځانګړي مراسم نېول کيږي؛ ولسمشر هم ورته دعوت شوی دی 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د چنګاښ)، د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند دننه کسان وايي چې دوه ورځې وروسته به د جنرال دوستم د مارشالۍ په اړوند جوزجان ولايت کې د نوموړي لپاره ځانګړي مراسم ونېول شي. 

د جنبش ګوند مرستيال عبدالله قرلق رسنيو ته ويلي دي چې يادو مراسو کې حکومتي کسان، د سياسي ګوندونو غړي، د بهرنيو هېوادونو استازي او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ګډون کوي. 

عبدالله قرلق رسنيو ته ويلي دي، چې يادو مراسمو ته ولسمشر محمد اشرف غني هم دعوت شوی دی خو څرګنده نه ده چې ولسمشر به په کې برخه واخلي او کنه. 

هغه فرمان چې ولسمشر د جنرال دوستم د مارشالۍ لپاره لاسليک کړی دی رسنيز شوی دی، خو تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمي ډول هغه فرمان خپور کړی نه دی. 

جنرال دوستم ته د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې په لړ کې د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه چې له ګڼو منفي غبرګونونو سره مخ شوې.