جوزجان کې ۴۱۴ جنګ ځپلو کورنيو ته نغدې مرستې ووېشل شوې 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د چنګاښ)، د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رئیس عبدالمالک رستمي وايې، نن ورځ د جوزجان ولایت جنګ ځپلو کورنیو ته، راستنېدونکي کورنيو ته او بې ځايه شويو کورنيو ته نغدي مرستې ووشي. 

عبدالمالک رستمي د خبرو په ترڅ کې وويل، هغه کورنۍ چې د افغانستان د جګړو پر مهال ځپل شوي او يا هم د خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي، د هرې کورنۍ په سر ۲۰۷۹۰ افغانۍ مرسته شوې ده.
 
چې د دې مرستو اساسي موخه د کورنيو او دهغوی له ماشومانو څخه ملاتړ دی. عبدالمالک رستمي په دې نغدي مرستو کې هغه کورنۍ هم يادې کړې چې د افغانستان جګړو څخه وروسته بېرته شبرغان او خواجه دوکوه ولسوالۍ ته راستانه شوي دي.