د نړۍ مشرانو ته يې د ماسک اغوستل شرم بللو؛ ټرمپ هم اړ شو چې ماسک واغوندي

روهي (يوه نۍ/۲۲ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د کرونا ويروس د خپرېدو پر وخت ويلي وو، چې عام وګړي بايد ماسک واغوندي، خو د نړۍ د هېوادونو مشرانو ته د ماسک اغوستل نه دي په کار. 

ټرمپ ويلي وو چې دی به د هېواد د ولسمشر په توګه ماسک ونه تړي، ځکه يو ولسمشر، دېکتاتور، لومړي وزير او نورو ته نه ده په کار چې ماسک واغوندي. 

تېره ورځ ولسمشر ټرمپ د  والټر ریډ په نوم پوځي روغتون ته ورغلی وو او هلته يې تور ماسک وتړلو. والټر ریډ روغتون پوځي دی او د ټپي پوځيانو درملنه په کې کيږي. 

ټرمپ د ماسک له اغوستو وروسته وويل، "ما هېڅکله د ماسک له تړلو سره مخالفت نه لاره، خو باید په یوه مناسب ځای کې ترې ګټه واخېستل شي."

ټرمپ له دې وړاندې په هغه خلکو هم رېشخند وهلو او خبرې به يې کولې، چې د هېوادونو په کچه شهرت لري او بيا د کرونا ويروس له ويرې ماسک تړي.