افغانستان بې له خارجي کومکونو‎

د افغانستان هر بچې ميليونر دې. حتا هغه ماشومان چې لا تر اوسه پيدا شوي هم ندي، او لس کاله وروسته به پيدا کيږي، هم ميليونران دې.

ځيني افغانان پدې اند دي چې که چېرې د امرېکا او نورو نړۍ والو کومکونه نه وي، افغانان به له لوږې مړه شي، دولت به په درې ورځو کې سقوط وکړي.

درحالېکه داسې نده. که چېرې موږ د خپل وطن سره جفا ونکړو، غدر ونکړو، فساد ونکړو، اختلاس ونکړو، په يوه ورځ کې د ميليونر کېدو سوچ ونکړو او د الله ج په راکړل شوي هر نعمت شکر وباسو او قناعت پرې وکړو... لرې نده چې موږ به ډېر زر په يو پرمختللي هېواد کې حساب شو، فقر او نيستي به ختمه شي، کاروبارونه به زيات شي، غلا او شوکې به ختمې شي، په خپلو پښو به ودرېږو، خودکفا به شو، د احتياج او سوال څخه به خلاص شو... بيا يى وايم، که چېرې موږ خپل وطن ته ژمن ووسو، غلا ونکړو، فساد ونکړو، جفا او غدر ونکړو او په راکړل شوي نعمتونو قناعت او صبر وکړو. 

تاسو لاندې راپور ته ځير شۍ چې د هرات ګمرک صرف په درې ورځو کې ٣٦٩ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې د کال ٤٤٢٨٠٠٠٠٠٠ شاوخوا څلورنيم بيليونه افغانۍ کيږي.

د ماليې وزارت د ګمرکاتو او عوايدو رياست د راپور له مخې په ١٣٨٨ کال کې ٧٩ زره ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوې دي. همدغه شان په همدغه کال د افغانستان پشتني بانک درې سوه ميلونه ډالر خالصه ګټه ترلاسه کړې وه چې معادل يى ٢٣.١ بېليونه افغانۍ کيږي. همدغه شان تېر کال د هوانوردۍ ادارې لخوا اعلان وشو چې دغه اداره د ورځې تر سل زره امرېکايي ډالرو خالص عايدات لري چې د کال شاوخوا ٣٦.٥ ميليونه ډالر يا شاوخوا ٣ بيليونه افغانۍ کيږي. همدغه شان که د افغانستان معدنيات کنټرول شي نو د کال په بيليونونو ډالر هم دولت ترلاسه کولاى شي.

افغانستان د برېښنا، ګازو، نفتو، معدنياتو، دولتي فابرېکو او نورو تصدي مراکزو څخه څومره عوايد ترلاسه کوي، لا معلومه نده. او که چې موږ خپل د اوبو بندونه جوړ کړو، ګاز او نفت په پوره ډول راوباسو، معدنيات مو کنټرول کړو، په داخل کې توليدي فابرېکې جوړې کړو او داسې نور عوايد کنټرول او ترلاسه کړو، څه فکر کوۍ چې افغانستان به کوم حالت ته ورسوي؟ 

که چېرې پورته عوايد په سمه توګه ترلاسه شي، فکر نکوم چې افغانستان دې چاته د سوال لاس اوږد کړي. حتا موږ کولاى شو د نورو بې وزله او کمزورو هېوادونه سره مرسته وکړو. خپله اردو او پوليس په خپله وساتو. بې وزلي او فقر له مېنځه يوسو. کارونه او وظيفې زياتې کړو. په الله ج سوګند کوم چې د نورې نړۍ څخه عربان او انګرېزان زموږ هېواد ته د کار او پيسو ګټلو ته راشي.

بس لږ صبر وکړۍ، په هر نعمت که لږ وي يا ډېر شکر وباسۍ، همت وکړۍ، د وطن سره جفا او غدر مه کوۍ، فساد مه کوۍ، د بل په اشارو خپل وطن مه ورانوۍ، خپل هېوادوال مه وژنۍ، په يوه ورځ د ميليونر کېدو سوچ لرې کړۍ ... لرې نده چې ډېر زر به ټول د حلالې ګټې څخه ميليونران وۍ.