د زړه درد‎

اکثره د حق چيغه د حق نه وي. ځيني وخت د قوم او اسلام څخه دفاع په اصل کې د خپلو ګټو څخه د دفاع په موخه وي.
يو انځور مې بېګاه وکوت. عطا نور خپل ځوى اشرف غني ته معرفي کوي تر څو يى چرته مقرر کړي. فکر کوم داسې آوازې دي چې په ملي امتيت رياست کې يى معين مقرر کړي. خوب مې حرام شو. په سوچونو کې لاړم. مجبور شوم يو څه وليکم.

زما د وړوکوالي څخه د درس سره ډېر شوق و. په ډېرو مشکلاتو او سختيو مې درس ووايه. د مکتب فيس به راسره نه و. د کتابونو او کتابچو پيسې به راسره نه وې. حتا د لارې د موټر دوه روپۍ به راسره نه وې. په پښو به تر مکتبه تلم. هره جمعه به مې کار کاوه تر څو د مکتب فيسونه برابر کړم. هدف مې کم از کم تر پوهنتونه رسېدل وو او بيا ددې کړيدلي او زورېدلي ملت خدمت و. والد صېب به مې وېل. دومره درس ووايه چې خپله روزمره چاره دې پرې روانه شي. چرته کِسب او کمال ياد کړه. نور هسې هم غټې چوکۍ د غټو خلکو د بچو لپاره دي. خو ما نه منله. ما به وېل چې دا غټ خلک هم يو وخت کوچني وو. دوى علم دغه ځاى ته ورسول. زما والد صېب نن پر حقه ثابت شو. دا خلک علم دغه ځاى ته ندي رسولي، بلکه زور، زياتي، سپين سترګۍ، غلا او ظلم تر دغه ځايه رسولي. د سياف، ګلبدين او نورو جهادي رهبرانو سره ډېر وفادار په سنګر کې جنګېدل. د هغوى بچي يتيمان شول، بې سرنوشته شول، سوال او خېرات ته کښېناستل، بې تعليمه شول... خو د سياف، ګلبدين او نورو قومندانانو پارلېمان ته خپل بچي ودرول، په غټو پوسټونه يى خپل بچي مقرر کړل، په خپلو بچو يى غټ غټ تعليمونه وکړل...

زما والد صېب رېښتيا وېل چې غټې چوکۍ د غټو خلکو لپاره دي. نن ډېر مايوسه شوم. کاش چې چرته کِسب ګر واى، چرته نجار يا ګلکار واى. دا ارمان خو به مې نه و چې د تعليم سره سره بېکاره يم. زه به اوس د يو بېسواده وکيل درګاه ته سهار او ماښام روان يم چې چرته مې مقرر کړي. په خداى که ورشم. که د لوږې مړ کېږم، مړ دې شم خو د دغو نجسو واسطه نه کوم. که اوس نجار واى، خلک به ماته مجبور ول، زما هټۍ ته به راتلل. ماته به يى استاد استاد وېل. خو چې تعليم يافته شوم، سپک شوم، د خلکو د دربار شوم. د خلکو د احسان شوم. اوس که مې څوک مقرروي، بس د هغه شوم. د هغه ټول قانوني او غېر قانوني کارونه مجبور يم تر سره يى کړم. د هغه ټوپکي او بېګاري شوم. بايد د هغه په هر غم او ښادۍ کې ووسم. حتا که د هغه په ناروا او ظلم کې له مېنځه لاړم، پرواه نه کوي ځکه چې وظيفه يى راکړې ده.

ډېره بېکاري مې تېره کړه. ما به وېل چې زه د دغې چوکې لايق نه يم، ځکه نه مقررېږم. وروسته به خبر شوم، هغه به د غټ سړي ځوى اشغال کړې وه. ما به بيا فکر وکړ چې زه دغې چوکۍ ته وړ کس نه يم، کېداى شي دغه ځوان تر ما بهتر وي. دا خو غټ خلک دي. دوى د بادامو سره پيپسي څښي، د چرګ سره رېډبول څښي. خامخا به د دوى دماغ تر ما تېز وي. خو نه داسې نه وه. دوى هم هاغه څه خوري چې موږ يى خورو. دوى بې شرمه دي، سپين سترګې دي، خونخواره دي، ظالمان دي، چټي خلک دي، بې ننګه او بې غېرته دي. دوى د اسلام تر نامه لاندې خپلو بچو ته ګټې وکړې، دوى د ملت تر نامه لاندې خپل جيبونه ډک کړل، دوى وطن لوټې لوټې کړ، وران يى کړ ، خرڅ يى کړ. دوى که نن هر څه لري خو وجدان او ايمان نه لري.

بس لږ غېرت مې وکړ. لږ صبر مې وکړ، ددې پرځاى چې د دغو ظالمانو دربار کې منجاور شم، د الله ج دربار ته مې پناه يوړه. منم چې ډېر تکليفونه مې وګالل. ډېر مې وژړل، ډېر ودردېدم، د دنيا څخه ډېر مايوسه شوم خو د الله ج درباره څخه ناامېده نشوم، ډېر ځل ناکام شوم. خو پدې هر څه کې د الله ج خپل حکمت پروت و. منم چې زه يى ډېر وټکولم خو ډېر يى مضبوط کړم. ډېر څه مې ياد کړل. هره ناکامي زما لپاره د يو پوهنتون درس و.
پلاره که ته پرحقه وې خو زه هم پرحقه وم. ما وطن ندې پلورلې، د وطن بچې مې ندې ازار کړې، په زور او زر مې چوکۍ نده ترلاسه کړې. که دوى معاملې وکړې او غټې چوکۍ يى ترلاسه کړې، ما هم د الله ج په فضل او په خپل همت داسې ځاى ته ځان ورساوه چې نن زه ماتې ګوډې چوکۍ وړو خلکو ته ورکوم. افغانانو ته د کار زمينه برابروم. که په دولتي چوکۍ مې خدمت ونکړاى شو، په شخصي چوکۍ يى کوم. يا الله شکر چې دغو خلکو ته دې محتاجه نکړم. دوى ډېر کوښښ وکړ چې د دوى د دربار سپې شم، دوى ته کار وکړم. خو تا زه د دوى رحم او کرم ته پاتې نکړم. د بېسواده وکيل در ته پرېنښودم.