
روهي (يوه نۍ/۲۲ د چنګاښ)، د کلیساوو نړیوالې شورا د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان غوښتي دي، چې د آيا صوفيه په نوم د پخوانۍ کليسا پر ودانۍ چې اوس مهال موزيم دی، د جومات د جوړېدو پرېکړه بېرته واخلي.
د يادې شورا مشر ساوکا د ولسمشر ارودغان په پرېکړې خواشينې ښوودلې ده او ويلي دي چې دغه پرېکړه يو اړخيزه او اجباري ده. نوموړي اردوغان څخه غوښتي چې له خپلې پرېکړې تېر شي.
د بي بي سي د مالوماتو پر اساس، دغه ودانۍ په شپږمه پېړۍ کې د بازنطیني پاچا لومړي جسټنین د واکمنۍ پر مهال ودانه شوه او نژدې زر کاله د نړۍ تر ټولو ستره کلیسا بلل کېده.
د عثماني امپراتورۍ پر مهال په جومات بدله شوه او بيا په ۱۹۳۴ کال کې مصطفی کمال اتاترک ياده ودانۍ په يو تاريخي موزيم بدله کړه. اوس يې ولسمشر اردوغان د جومات جوړولو امر کړی دی.