د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ: کورنيو چارو وزارت د مفسدو چارواکو په نېولو کې بې وسه دی 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د چنګاښ)، د افغانستان د ورڼتيا د څار بنسټ وايي چې هغه افغانستان کې سلګونه د فساد دوسېسې شتون لري چې لوړپوړي او زوراکي په کې شامل دي، خو کورنيو چارو وزارت نه شي کولی دوی څارنوالۍ او محکمې ته راکش کړي. 

دغه بنسټ وايي چې د لويې څارنوالۍ له خوا د سلګونه د مفسدو چارواکو دوسېسې د جلب لپاره کورنيو چارو وزارت ته لېږل شوې دي، خو لا هم یاد کسان د قانون منګلو ته نه دي سپارل شوي. 

د ناصر تيموري په نوم د ياد بنسټ يو غړي په دې اړه طلوع نيوز ته ويلي دي، «د لویې څارنوالۍ او محاکمو له خوا د نیولو غوښتنې د کورنیو چارو وزارت له خوا نه تطبیق کېږي؛ دغه وضعیت له فساد سره د مبارزې سیسټم قصداً فلج کړی دی.»

کورنيو چارو وزارت د رونټيا د څار بنسټ د دغه ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې هم نيوکې شوې، چې افغانستان کې پر زورواکو او چارواکو د قانون پلي کېدل ستونزمن شوي دي.