فارياب کې يو کس د خپلې کورنۍ ۴ غړي وژلي 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د چنګاښ)، د هېواد په شمال فارياب ولايت کې يو کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي. ولايتي امنيتي ادارې د پېښې پخلی کړی او ويلي دي چې وژونکی يې نېوولی دی. 

د فارياب د پوليسو وياند عبدالکريم يورش رسنيو ته ويلي دي چې قاتل په نشه يي موادو روږدی وو او د پوليس له خوا نېول شوی دی. يورش ويلي چې د پېښې په اړه پلټتې جريان لري. 

د هېواد په شمال او شمال لوېدېځو ولايتونو کې د کورني تاوتريخوالي پېښې ډېر تر سره کيږي، چې قربانيان يې د ښځو او ماشومانو په شمول، د کورنۍ نور غړي وي.