روحاني: د امريکا اقتصادي بنديزونه سخت ځپلي يو

روهي (نۍ/۲۱ د چنګاښ)، د ايران ولسمشر حسن روحاني وايي چې پر دغه هېواد د امريکا متحدو ايالتو بنديزونو يې پر اقتصاد بد او منفي اغېز کړی دی او د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه يې ترېنګلې شوې ده. 

روحاني ويلي، چې د کرونا ويروس د مخنيوي غوره لار دا ده چې خلک په کورونو کې قرنطين شي او ګرخبنديز ولګيږي، خو که چېرې مونږ دغه کار وکړ نو خلک په کوڅو ته را ووځي او غوغا به جوړ شي. 

''تر ټولو اسانه چاره دا ده چې هر څه وتړل شي، خو له دې وروسته به هم د لوږې، بیوزلۍ او بې روزګارۍ له لاسه خلک لارو کوڅو ته راوځي. ''

ايران کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو او مړو شمېر ټېټ شوی وو خو په دې وروستيو کې يو ځل بيا په ياد هېواد کې د کرونا ويروس مثبتې شمېرې او د مړو شمېر پورته شوی دی.