بابر فرهمند: د طالب بندیانو د خوشې کېدو پړاو د پای ته رسېدو سره سم بین الافغاني مذاکرات پيليږي

روهي (نۍ/د ملي پخلاينې عالي شورا لومړی مرستیال عنایت الله فرهمند نن ورځ جوزجان ولایت کې په يوه خبري غونډه کې، د شبرغان ښار ځوانانو او مدني فعالانو ته وويل، چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو پړاو پای ته رسېدو سره سم د افغانانو ترمنځ د سولې په هکله خبرې اترې به پیل شي.

ښاغلي فرهمند ور زیاته کړه، نور نو افغانان له جنګ او جګړو نه ستړي شوي دي. افغانان په سوله کې د ژوند کولو حق لري.

د ښاغلي فرهمند په وينا تراوسه ۴۵۰۰ طالب بندیان د امریکا او طالبانو د هوکړه لېک په بنسټ خوشې شوي دي.

ښاغلي فرهمند د نړیوالې ټولنې او امریکا هڅې د سولې له پاره وستایلې او وويل چې مونږ د تلپاتې سولې په هېله يو.