د انګلستان د فوټبال مشهور لوبغاړی (جاک چارلټون) د ۸۵ کالونو په عمر ومړ

د فوټبال په نړۍ کې د انګلنډ نامتو اتل  جک کارلتون  تېره  ورځ  ۸۵ کالو په عمر د ورپېښې اوږد مهاله ناروغۍ له امله ومړ.

دا خبر په یو ټولنېز پوسټ کې د جک کارلټون  کورنۍ له خوا خپور شوی وو. دوی په یاد پوسټ کې ويلي دي، په ډېر خواشېنی سره جک کارلتون د پنځه نۍ په ورځ خپل کورکې د طبيعي ناروغۍ له امله نړۍ نه سترګې پټې کړې.

د جک کارلتون کورنۍ ورزیاته کړه، جک يو ښه پلار، یو ښه خاوند، یو ښه نېکه او د خپلو ملګرو سره د یو ښه چلند لرونکی انسان وو.

جک کارلتون نه یوازی په خپل شخصي ژوند کې بل د فوټبال په نړۍ کې يو ښه فوټبالېست او لېډر وو.

جک کارلتون ۷۷۳ کال د فوټبال نړۍ ته راغی او ۱۹۶۶ کال  په ۲۳ کلنې دورې کې ۳۵ ځله انګلنډ له پاره د اتلولۍ جام ګټلی دی.

 انګلنډ فوټبال ټيم له خوا د تسليت تر څنګ د جک کارلتون مړينه يو ضیایع د هغوی خلکو او هغو هېوادنو له پاره ذکر کړې ده چې جک کارلتون هغوی سره کار کړی دی.