د افغانستان کرکټ بورډ د ټولو کورنیو سیالیو د ترسره کېدو منظوري ترلاسه کړه

روهي (نۍ/۲۱ د چنګاښ)، کرکټ بورډ نن د کورونا ویروس له خپرېدو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې څخه چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال پر غاړه لري؛ د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه. 

په دې سره به په نږدې راتلونکي کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ هم پیل شي. په دې اجازه لیک کې راغلي چې د شپږیزې لیګ او نورې کورنۍ سیالۍ باید د نندارچیانو له شتون پرته ترسره شي. دا سیالۍ به ملي تلویزیون په ژوندۍ بڼه خپروي.

نړۍ س او افغانستان کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره، په کور دننه او بهر کې د کرېکټ لوبې ځنډولې وې.