ستا د مغرور حُسن مهال نشـــــــته
زما د مينې هيـــــــڅ زوال نشــــــــته
منم د حُســــــــن دې مـــــثال نــــشته
خو په غرور کې دې هم سيال نشته
اسمان کې ستوري ځکه نه ښکاري
چې ستا په غونډه زنه خال نشـــــته
رقيــــبه خيــــــــر دی ته غلی کېــــــنه
زموږ په مېنځ کې هيڅ جنجال نشته
زما د حال پوښــــــــــتنه څه له کوې؟
له تانه پرته مې هيــــڅ حال نــــــشته
ديموکراسي مو پښتو هم لوټ کړه
زما لونګۍ نشته ستا شال نــــشته
ورېځـــــــې راځي د زلفو ټــال ته دې
وشـــــــو باران د بوډۍ ټال نشــــــــته
سپوږمۍ يوه ستوري بلا ســـتوري
د بچ کېدو يې هيــڅ مجال نشتــــــه
حـــــيرانه يـــــويې وړ چې چـــــا يووړ
دلتـــــه د زړونو بيــــــت المال نشته
وروستي