طالبانو غور ولايت کې د افغان حکومت ۱۷ زندانيان خوشي کړي 

روهي (نۍ/۲۰ د چنګاښ)، قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، غور ولايت کې ۱۷ پوليس او عکسر د طالبانو له زندان خوشي شوي دي. 

سهيل شاهين پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "نن  يوځل بیا په  غورکې د اسلامي امارت  له محبس  څخه د کابل ادارې ۱۷ تنه عسکر او پولیس خوشې او د کومک له ورکولو وروسته  خپلو کورنیوته واستول شول."

طالبانو له دې وړاندې هم سلګونه د افغان حکومت بنديان خوشي کړي دي. د طالبانو له خوا د افغان حکومت د بنديانو د خوشي کېدو په برخه کې د شمېرو اختلاف شتون لري. 

حکومت وايي چې ځيني خوشي شوي کسانو کې ولسي وګړي هم شامل دي خو بيا طالبان وايي چې د دوی له خوا ازاد شوي کسان ټول حکومتيی کسان او پوځيان دي.