لغمان ولسونه ددې ولایت د دویمې درجې امتیازات غواړي!

لغمان ولسونه ددې ولایت د دویمې درجې امتیازات غواړي!
له تېرو ټاکنو وړاندې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني لغمان ته راغلی و او د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې یې ددې ولایت د ولسونو په غوښتنه دا ولایت د ټولو امتیازاتو سره دویمه درجه اعلان کړ.

د ښاغلي ولسمشر دا کړنه په ټولنیزو رسنیو او د ولسونو په منځ کې له هرکلي سره مخ شوه؛ دا ژمنه تر اوسه ددې ولایت د ولسونو په ذهنونو کې شته؛ مګر امتیازات یې تر اوسه نه دي حواله شوي. 

دا ولسونه تازه له ولسمشر څخه غوښتنه کوي، چې خپلې کړې ژمنې باندې ودرېږي او دې ولایت ته دې د دویمې درجې ټول امتیازات حواله کړي.

د لغمانیانو نظرونه!
د ولایتي شورا غړی ګلزار سنګراوال: 
د هېواد ولسمشر باید خپلې کړې ژمنې ته درناوی وکړي او ددې ولایت د دویمې درجې ټول امتیازات دې حواله کړي.

موږ د لغمان ولسونو تل ددې حکومت ننګه کړې، ددې نظام په تقویت کې مو خپل رسالت ادا کړی دی، اوس غوښتنه کوو، چې موږ ته دې ښاغلی ولسمشر د دویمې درجې امتیازات ژر حواله کړي، تر څو دا ولسونه ترې ګټه پورته کړي.

ټولنیز فعال او فرهنګ پال شېرین توکلي:
موږ ځوانانو قرباني ورکړې، ټاکنې مو بریالۍ کړي دي، ددې حکومت په جوړولو کې مو برخه اخیستې، اوس مو حق جوړېږي، چې موږ ته ددې ولایت د دویمې درجې امتیازات راکړل شي.

د افغانستان ځوانانو اړیکو د مرکز مشر ذبیح الله بهار:
د لغمان ولایت جغرافیوي موقعیت د ټول افغانستان لپاره مهم دی؛ که حکومت دې ولایت ته د دویمې درجې امتیازات ورکړي، باور لرم، چې ددې ولایت په امنیتي، انکشافي، کاریابي، پوهنې، زراعت ... او برخو کې به مثبت تغیر راشي او ددې ولایت پر مسیر عمومي لویه لاره به هم خورا خوندیتوب پیدا کړي.

ټولنیز فعال علاوالدین اختیار: 
که دې ولایت ته د دویمې درجې امتیازات پر وخت ورکړل شي زیات باور شته، چې د ځوانانو د بې کارۍ ستونزه به هم حل شي، چې له امله به یې د خلکو ژوند ښه والي طرف ته پرمختګ وکړي.

د لغمان والي رحمت الله یارمل:
د لغمان ولسونو او د دوی غوښتنو ته درناوی لرو،  موږ د لغمان ولسونو، په ولایتي او ملي شورا کې د لغمان استازو سره په ګډه به دا موضوع تعقیبوو او لغمان لپاره د دویمې درجې د امتیازاتو په راوړلو کې به خپل کوښښونه جاري ساتو.

موږ هڅه کوو، چې د حکومت ډېره توجو لغمان ته راوګرځوو او ددې سیمې د پرمختګ لپاره به ترې ګټه واخلو.

پایله!
که حکومت لغمان لپاره د دویمې درجې امتیازات حواله کړي؛ په ټولو سکټورونو به مثبت تاثیر ولري او پایله به یې ژر محسوس شي، چې ورسره به ددې ولایت ډېرې مهمې ستونزې هم حل ومومي.

دلته به اداري واحدونه زیات شي،  بې کاري به ختمه، تشکیل او تجهیز به ډېر شي او د لغمان امنیتي کمربند به هم له پخوا لا ډېر پراخه شي.