امريکا کې د کرونا ويروس نوی رېکارډ: يوې شپې او ورځې کې ۶۴زره کسان په کوېډ-۱۹ اخته شوي  دي 

روهي (نۍ/۲۱ د چنګاښ)، د تېرې پنځه نۍ په ورځ د امريکا متحدو ايالتو کې په يوې شپې او ورځ  کې ۶۴زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په يوې شپې او ورځ کې  د هېواد دننه د ۶۴ زره مثبتو پېښو ثبت بې سارې خبره ده. 

د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله د امريکا متحدو ايالتو کې  د کرونا ويروس د ککړو کسانو او مړو شمېر هم لوړ دی. تر اوسه ۱۳۳زره کسان د کوېډ -۱۹ له امله مړه شوي دي. 

امريکا د مړو او ککړو کسانو د لوړ شمېر له امله دغه هېواد په رسمي ډول د روغتيا نړيوال سازمان څخه د وتلو پرېکړه هم کړې ده.