ولسمشر  اردوغان هغه فرمان لاسليک کړ چې  د۱۵۰۰ کاله پخوانۍ (کليسا) ودانۍ پر ځای به جومات جوړ شي 

روهي (نۍ/۲۱ د چنګاښ)، د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان امر کړی دی چې د آيا صوفيه په نوم د يو نيم زر کاله پخوانۍ کليسا ودانۍ پر ځای دې جومات جوړ شي. 

اياصوفيه يو نيم زره کاله وړاندې ترکيه کې د عيسويانو کلیسا وه، چې د ترکيې د عثماني خلافت پر مهال په جومات بدله شوه او بيا څه وخت وروسته ورڅخه تاريخي موزيم جوړ شو. 

آيا صوفيه وداني د ملګرو ملتونو یونیسکو ادارې سره د تاريخي اثارو په ډله کې ثبت شوې  ده. د اردوغان دغه پرېکړې غبرګونونه راپورته کړي دي. يونيسکو له ترکيې غوښتې دي چې دغه ودانۍ دې پر خپل ځای پاتې شي. 

د بي بي سي د مالوماتو پر اساس، دغه ودانۍ په شپږمه پېړۍ کې د بازنطیني پاچا لومړي جسټنین د واکمنۍ پر مهال ودانه شوه او نژدې زر کاله د نړۍ تر ټولو ستره کلیسا بلل کېده.

د عثماني امپراتورۍ پر مهال په جومات بدله شوه او بيا په ۱۹۳۴ کال کې مصطفی کمال اتاترک ياده ودانۍ په يو تاريخي موزيم بدله کړه. اوس يې ولسمشر اردوغان د جومات جوړولو امر کړی دی.