عبدالله: حکومت دې ټول پنځه زره طالب بنديان خوشي کړي 

روهي (نۍ/۲۱ د چنګاښ)، د هېواد د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له حکومتي غوښتي دي چې د طالبانو د بنديانو په نوملړ کې دې ۵۰۰۰ زره طالب بنديان خوشي کړي. 

اجرائيه رئيس وايي چې  که چېرې پنځه زره طالب بنديان ازاد شي، نو له يوې اوونۍ وقفې  وروسته به د افغانانو ترمنځ د خبرو لومړۍ ناسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر سره شي. 

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې  کابل کې له سولې د ملاتړ نړیواله غونډه کې کړې دي. نوموړي زياته کړې، «موږ به ۵ زره شمېر ته ورسېږو. ما په دې اړه له ولسمشر غني سره خبرې کړي او تر دې مخکې مې له هغه سره په جزییاتو هم خبرې کړې دي. دا د هغه پړاو یوه برخه ده چې اوس موږ په کې یوو، او دا د اعتماد جوړونې لپاره د موکې برابرول دي او باید له دې پړاوه بل پړاو ته چې د ګډون پړاو دی ولاړ شو؛ خو په دې منځ کې د تاوتریخوالي دوام د منلو وړ نه دی، د دغه تاوتریخوالي ډېری برخه د طالبانو له لوري ترسره کېږي.»

طالبان ټېنګار کوي چې د دوی د پنځه زره بنديانو په خوشي کېدو سره د سولې بين الافغاني خبرې هم پيل شي خو بيا افغان حکومت د پنځه زره کسيز نوملړ له ډلې تر ۵۰۰ بنديان په جنايي پېښو کې دننه بولي.