د عبدالله کابينه؛ احدي په کې د کرنې او معنوي به په کې د عدليې وزير شي 

که څه هم د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې او ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په رسمي ډول ننه نه دی تائيد کړی، خو رسنيو هغه ۱۴ کسيز نوملړ خپور کړی دی چې د عبدالله عبدالله له خوا د حکومت ۵۰ سلنه وزيران په کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارل شوی دی. دغه نوملړ کې دوه پښتانه، ۷ تاجکان، ۳ هزاره ګان او دوه ازيک شامل دي. 

د عبدالله عبدالله خوا د نوماند وزيرانو نوملړ: 
۱- مسعود اندرابي د کورنيو چارو نوماند وزير؛ تاجک
۲- فضل احمدد معنوي د عدليې نوماند وزير؛ تاجک
۳- انورالحق احدي د کرنې نوماند وزير؛ پښتون
۴- نور رحمانی اخلاقي د کډوالو چارو نوماند وزير؛ تاجک
۵- محبب الله صميم د قومونو او قبايلو چارو نوماند وزير؛ پښتون
۶- مصطفی مستور د سولې په چارو کې د دولت وزارت نوماند وزير؛ تاجک
۷- معصومه خاورې د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ نومانده وزيره؛ هزاره
۸- نثار احمد غوريانی د سوداګرۍ نوماند وزير؛ تاجک
۹- منصور سادات نادري د اقتصاد نوماند وزير؛ هزاره ـ اسماعيلي
۱۰- بشير احمد ته ينج د کار او ټولنيزو چارو نوماند وزير؛ ازبک
۱۱- کنشکا ترکستانۍ د لوړو زده کړو وزارت نومانده وزيره؛ ازبک
۱۲- عباس بصير د ټرانسپورټ نوماند وزير؛ هزاره
۱۳- او نجيب آقا فيهم د شهيدانو او معيبينو چارو کې  د دولت وزارت نوماند وزير؛ تاجک
۱۴- عزيز الله آرينفر د ادارې اصلاحاتو ادارې رئيس؛ تاجک. 

د ټاکنو پر مهال د عبدالله عبدالله ډلې د ټولنيز عدالت، برابرۍ، يووالي، وړتيا چيغې وهلې او پر ولسمشر غني يې يوه نيوکه دا وه چې واک يې انحصار کړی دی. عبدالله عبدالله د خپلې ټاکنيزې ډلې نوم هم ثبات او هپمالنه ايښی وو. د ثبات دعوه خو به د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې په عالي شورا کې ولېدل شي، خو د همپالنې داعيه د کابينې په ياد نوملړ کې په پوره ډول سره تر پښو لاندې شوې ده.  

پښتانه چې د افغانستان لوی اکثريت کوم دی او د عبدالله سره په ټاکنيز کمپاين هم ‌ډېره پښتانه ولاړ، خو اوس يې برخه بيخي کم رنګه او خړه ده. د عبدالله عبدالله په نوملړ کې د پښتانو ونډه له هزاه ګانو هم ده او تاجکانو سره برابره ده په داسې حال کې د مصالحې عالي شورا هم د عبدالله عبدالله لومړی او دويم مرستيالان ازبک او هزاره دي. 

هغه وزارتونه چې پښتانو ته ورکړل شوي دي هم غېر کليدي وزارتونه دي. د بلېګې په ډول انورالحق احدي ته د کرنې يا زراعت وزارت؛ په داسې حال کې چې انورالحق احدي د عبدالله عبدالله په ټيم کې د لومړي وزير په سترګه کتل کېدو. 

د ځينو نورو څېرو ترڅنګ فضل احمد معنوي هم هغه کس دی چې د ټاکنيزو ناخوالو پر وخت يې د ژبنې، قومي او سيمه ييز تعصب ډکې څرګندونې کولې او په ښکاره يې د ديموکراتيکو اصولو سره په ټکر کې د بغاوت ګواښونه کول؛ اوس به دی د ټول افغانستان لپاره د عدالت د سرچينې مشر يانې د عدليې وزير ټاکل کيږي. 

 عبدالله عبدالله په داسې پرېکړو سره دی په خپله د  افغانستان په راتلونکي سياست کې ځان ته صحنه محدودي او د  پښتانو هغه باور چې تر اوسه  يې پر ده کړی دی له لاسه ورکوي.