۱۴ مړه او ۲۸۶ نوي پرې ککړ شوي دي؛ کرونا په افغانستان کې له ۳۴ زره پورته شوه 

روهي (جمعه/۲۰ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۸۶ تازه پېښې ثبت شوې دي. دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۴۱۹۴ ته ورسېد. 

تېرې يوې شپې او ورځ کې ۱۴ کسان د دغه ويروس څخه مړه شوي  او ۴۱ نور رغېدلي دي. د ټولو مړو شمېر ۹۷۱ او د درملنه شوي کسانو شمېر ۲۱ زرو ته نېږدې شو. 

تازه ۲۸۶ پېښې؛ کابل (۸۳)، هرات (۸۱)، بامیان (۳۰)، بادغیس (۳۰)، دایکندی (۱۶)، کاپیسا (۱۳)، بلخ (۹)، کندز (۵)، بغلان (۳)، میدان وردګ (۳)، پنجشیر (۳)، پروان (۳)، لوګر (۳)، لغمان (۱)، او ننګرهار کې يوه پېښه ثبت شوې ده.