ابهام

زه مې د مینې پر نوم تا پېژنم
لویه هستي لویه دنیا پېژنم
چاته یادون مې ستا د حسن وکړ
هر چا ویل چې بس لیلا پېژنم

زه د پرهر پر سر پرهر لرمه
څړېکو کې نوم یوازې ستا پېژنم
ښه دی وجود مې پرې بسیا غوندې دی
ټوله مانا کې تا صفا پېژنم

په زغم او غم کې مې يو تاند ملګری
زه یو سکون یوه بلا پېژنم
کاش ځواني مرګ په یوه ټکه واړوي
زه یو قاتل ستا د ښکلا پېژنم

دا ښار نو څه وي د غمو ګوډاله
زه د خوښۍ مرکز صحرا پېژنم
تا سره مینه لرم شم به درځار
نن مې قبول کړه زه سبا پېژنم!

هسې نه کړې دې ښېرا وي راته
زه خو ستا اوبال ستا سزا پېژنم
هسې مې بیا د زړه له درده وویل
کنه نو تا خو لا پخوا پېژنم

چې بې ابهامه په کې اوسو واړه
دا خړ ژوندون د دې دنیا پېژنم
د ارمان پېټی مو پر سر روان یو
دروغ چې وایو!؟ زه خندا پېژنم

د اوښکو ډنډ کې مې نړۍ خبرې
د اوښکو ډنډه زه ژړا پېژنم
د اوښکو څومره وي بلا کیفیت
د اوښکو خوند کې زه شفا پېژنم

راسره مل و تری تم شو دلته
ستا هر یو یاد جدا جدا پېژنم
آآ! ریښتیا، ریښتین نظر دې نه و یاره
په برکت یې زه ریښتیا پېژنم

نه نه، چې نه یې، زه هم نه یم ګوره
د نه ځواب دې په بلا پېژنم
نه دې له تا نه دې له ما څخه وي
هر یو نفرت ته زه جفا پېژنم

تا کړه ثابته چې ثابت پېژنې!
تا کړه ثابته چې ګدا پېژنم
تا کړه ثابته چې بې تا ژوندون کې
د کړاونو انتها پېژنم
زما دا نظم مو که راته خپور کړ ښه به وي.