ترکيه کې  د ۷۰ - ۸۰ افغان کډوالو اوبو کې غرق شوي 

روهي (جمعه/۲۰ د چنګاښ)، د همدې لمريزې مياشتې په لومړيو کې د ترکيې په وان جهیل کې هغه کښتي چې له ۷۰ - ۸۰ افغان کډوال په کې سپاره ډوبه شوې ده. 

د يادې موضوع په اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "د ترکیې په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت او د بهرنیو چارو وزارت د پرلپسې څارنې پر بنسټ ثابته شوې ده،  چې د ۱۳۹۹ چنګاښ په ۷ مه یوه کښتي چې د افغانستان ۷۰-۸۰ وګړو په ګډون د نورو هېوادونو کډوال هم په کې سپاره وو، ماښام مهال چې غوښتل یې د جهیل څخه تیر شي د سخت طوفان له امله د کډوالو کښتۍ ډوبه او سپاره مسافرین پرته د کښتې چلوونکې څخه پکې وژل شوي دي.  

هغه معلومات چې د ترکیې د وان ښار چارواکو د افغان سفارت ته ورکړي تر دی دمه ۱۳ جسدونه موندل شوي او د نورو جسدونو د موندنې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې د افغانستان سفارت یاده موضوع د بهرنیو چارو وزارت سره په پوره پاملرنې څاري. همدارنګه له هیوادولو او ددغې پښې د قربانیانو خپلوانو څخه غوښتنه کوي چې د جسدونو د پیژندنې پخاطر اړین معلومات لکه انځور او د پیژندنې نور اسناد په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان سیاسي او قنسولي نماینده ګیو د لارې په نیغه توګه یا د تلیفون له لارې شریک کړي."

له دې وړاندې ايران کې د ايران پوله ساتو ځواکونو له خوا په قصدي ډول له ۴۰ زيات افغان کارګر سيند ته غورځول شوي وو.