عبدالله عبدالله ولسمشرۍ ماڼۍ ته د خپلو وزيرانو نوملړ وسپارلو او دغه کسان په کې شامل دي 

روهي (جمعه/۲۰ د چنګاښ)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ولسمشرۍ ماڼۍ ته د خپلې برخې وزيرانو نوملړ سپارلی دی. تر اوسه ولسمشر ماڼۍ په رسمي ډول د ياد نوملړ په اړه څه نه دي ويلي. 

دغه نوملړ کې ۱۳ وزارتونه دي او لاندې کسان په کې شامل دي: 
۱- مسعود اندرابي د کورنيو چارو نوماند وزير؛ 
۲- فضل احمدد معنوي د عدليې نوماند وزير؛ 
۳- انورالحق احدي د کرنې نوماند وزير؛ 
۴- نور رحمانی اخلاقي د کډوالو چارو نوماند وزير؛ 
۵- محبب الله صميم د قومونو او قبايلو چارو نوماند وزير؛ 
۶- مصطفی مستور د سولې په چارو کې د دولت وزارت نوماند وزير؛ 
۷- معصومه خاوري د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ نومانده وزيره؛ 
۸- نثار احمد غوريانی د سوداګرۍ نوماند وزير؛ 
۹- منصور سادات نادري د اقتصاد نوماند وزير؛ 
۱۰- بشير احمد ته ينج د کار او ټولنيزو چارو نوماند وزير؛ 
۱۱- کنشکا ترکستانی د لوړو زده کړو وزارت نومانده وزيره؛ 
۱۲- عباس بصير د ټرانسپورټ نوماند وزير؛ 
۱۳- او نجيب آقا فيهم د شهيدانو او معيبينو چارو کې  د دولت وزارت نوماند وزير. 

که څه هم دغه نوملړ سپيدار کې د عبدالله عبدالله نېږدې کسانو رسنيو سره شريک کړی دی خو تر اوسه يې په اړه رسمي څه نه دي ويل شوي.